شاته

په تیر یو کال کې افغانستان کې ۱۲خبریالان وژل شوي

د افغان خبریالانو د مصوونیت کمیټې ویلي چې د تیر کال د نومبر میاشتې راپدیخوا تر اوسه ۱۲خبریالان په افغانستان کې وژل شوي او ۲۳۰نور خبریالان د وهلو ټکولو، ګواښلو او سپکاوي په ګډون د تاوتریخوالي له مختلفو بڼو سره مخامخ شوي دی.

د نومبر د دویمې نیټې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د مصوونیت د پای ته رسیدو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان خبریالانو د مصوونیت کمیټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو له مجموعې څخه "دقتل یوه قضیه او د تاوتریخوالي ۶۷ قضیې" د طالبانو د واکمنۍ په وخت او نورې یې د افغانستان د مخکني حکومت په وخت رامنځته شوي دی.

دغې کمیټې د خبریالانو د مصوونیت د تامین کیدو او د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د څیړلو لپاره د یو ځانګړي میکانیزم د رامنځته کیدو غوښتنه کړې ده، تر څو د دغه بنسټ په وینا ددغو جرمونو عاملین تعقیب او عدالت پر ځای شي.

ددې سره جوخت د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم ددې ورځې په مناسبت ویلي چې د ازاد او خپلواک مطبوعات رهبران حساب کتاب ته اړ باسي، د هیوادوالو د حقونو څارنه کوي او خلک باخبره ساتي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې په زیات شمیر هیوادونو کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالي ته په اشارې د خبریالانو او رسنیو په وړاندې تاوتریخوالی، ګواښ، ازار او اذیت محکوم شوياو ویل شوي دي چې د مطبوعاتو هیڅ یو غړی باید د هغوی د شغل په خاطر اذیت، تهدید، توقیف او د فزیکي نه زورونې سره مخامخ نشي.

پدې اعلامیه کې د ازادو مطبوعاتو نه د ملاتړ او د هغوی په وړاندې د غیرعادلانه خنډونو په مخنیوي او د مطبوعاتو په ازادۍ باندې د برید کوونکو سره د حساب کتاب کولو لپاره د متحده ایالاتو په هوډ ټینګار شوی دی او له حکومتونو غوښتل شوي تر څو له هغو کسانو سره حساب کتاب وکړي چې خبریالان ګواښي او په وړاندې یې تاوتریخوالي نه کار اخلي.