شاته

افغان څارنوالان اندېښمن دي چې پخواني طالب قېدیان به ترې بدل اخلي

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو سره د يوشمېر بندي خانو کارکونکي اندېښمن دي چې د ځندانونو نه خوشي کړل شوي طالبان به په دوی تشدد وکړي.

د باګرام په ځندان کې چې ورته پروان حراستي مرکز هم ويل کېږي طالبان، د حقاني شبکې غړي، د داعش وسله وال او نور په زرګونو ترهګر بندي وو.

د دغې ځندان پخواني کارکونکي او څارنوالان اندېښمن دي چې طالبان به ترې بدل اخلي.

د باګرام د ځندان يو پخواني حکومتي وکيل يا څارنوال د نوم نه ښودلو په شرط وي او ای ته د سکاېپ دلارې ويلي هغه او نور ملګري يې د طالبانو نه پټ ژوند تېروي.

"هغوي مونږه پېژني،‌زه په دې قانع يم چې هغوي په مونږه پسې ګرځي، او که ورته زمونږه ځآېې معلوم شو نو ضرور به راسره تشدد کوي او بيخي به راباندې زړه نه سوزوي، د طالبانو امارت عام معافي‌اعلان کړې، خو دغه بخښنه چرته ده؟"

طالبانو د اګست په مياشت د افغانستان د نيولو وروسته د عام معافۍ اعلان کړی ، خو د بشري حقونو ډلې وايي طالبان د عدالت نه پرته د تېر حکومت چارواکو په وژنه کې ککړ دي.

د کابل د نيولو نه څو ورځې وړاندې هم طالبانو د باګرام د بندي خانې دوه څارنوالان په کابل کې وژلي وو،

يو پخواني څارنوال د خپل شناخت پټ ساتولو په شرط ويلي دغه دوه څآرنوالان له تېرو شلو کالو راهسې د طالبانو په هدف وو.

"کله چې هغوي يوه ترهګر ډله وه، هغوي به مونږه په هدف کولو، اوس چې هغوي په واک کې راغلي دي اوس به هغوي مونږه او زمونږه کورنۍ نه پرېږدي، هغوي به مونږه کار ته هم نه پرېږدي‌، مونږه دلته په امن کې نه يو"

د باګرام د قانون او انصاف د مرکز کارکونکي د نړيوالې ټولنې نه غوښتنې کوي چې پخواني څارنوالان دې خوندي‌ ځای ته بوتلل شي.

د باګرام بندي خانې دې کارکونکي هم خپل شناخت پټ اوساتلو او په سکاېپ وايي، "چا چې تر ټولو زيات د دغې ډلې سره مخامخ کارکړی هغه ټول خلک لا په افغانستان کې دي. هيڅ يو ملک لا هم د پخواني څارنوالانو په اړه يو ټکی هم نه دی ويلی، مونږه په دې حالاتو ډېر اندېښمن يو"

د سړو څارنوالانو سره سره ښځو څارنوالانو او کارکونکو هم ويرې څرګندې کړي او وايي‌ د باګرام د ځندان نه خوشي‌ کړل شوي په زرګونو طالبان به هغوي ژوندي پرې نه ږدي.