شاته

پخواني سفارتکار: سپينه ماڼۍ او ايتلافيان دې د افغانستان د راتلونکې په اړه د طالبانو سره سنجيده خبرې وکړي

د امریکې پخوانيو سفارتکارو د نهې/ سه شنبې په ورځ د واشنګټن په وډرو ويلسن سنټر کې بحث کړی او په سپینه ماڼۍ يې غږ کړی چې د طالبانو سره سنجيده خبرې پکار دي، چې ورته وويل شي چې څنګه دوی غواړي په دغه ډول ملک نه شي چلېدی.

په افغانستان کې د امریکا پخوانيو سفيرانو رونلډ نيومن، جېمز کننګم، اېني فورزايمر او د سویلي اسيا دپاره پخوانۍ امريکايي استازې رابن رافېل په سپينه ماڼۍ غږ کړی چې کورنۍ پاليسۍ ختمې کړي او وخت راغلی چې د افغانستان په اړه پرېکړه وشی او په مخکې تګ وشي ځکه چې څو پورې سپينې ماڼۍ دا کار نه وي کړی بل هېواد يې نه شي کولی.

رابن رافېل ویلي، دې ته اړتيا لري چې قطر او نورو اسلامي هېوادونو ته د طالبانو سره د مرستې وويل شي چې مسلې هوارې کړی شي، طالبان دې ته اړتيا لري چې خپل لومړيتوبونه وټاکي، او طالبان چې اوس څه کوي لګيا دي په دې ډول واک په مخکې نه شي ساتلی.

هغې ويلي، خلک لګیا دی افغانستان پرېږدي او څو پورې چې طالبانو خلک اماده کړي نه وي تر هغې به طالبان ناکامه وي.

کننګم ويلي، افغانستان د ناکامه حکومت د خطرې سره مخ دی، طالبانو افغانان يرغمال کړي دي او دا د نړۍ دپاره يو غټ اخلاقي چېلنج دی، او زياته کړې يې ده د افغانستان په اړه د امریکا رول بل کوم هېواد نه شي لوبولی او د امریکا پرته بل داسې کوم هېواد نشته چې په طالبانو فشار واچوي.

سفارتکار رونلډ رومېن ویلي، دا لا نه ده څرګنده چې طالبان بدليږي که نه، نړۍ له او په ځانګړي ډول سيمې ته پکار ده چې په دې خبره يو شي چې مخ په وړاندې به څنګه ځي، چې د طالبانو سره سنجيده خبرې پېل کړي او په دې کار کې د يو فکر د همکار هېوادونو مرسته پکار ده.

اېني فور زايمر ویلي، د امریکې د صدر جوبايډن انتظاميه دې د پاليسۍ ټول نکات يقيني کړي.

هغې ويلي امریکې له نه ده پکار چې يواځې په افغانستان کې کار وکړي، امریکې له وړې ناستې پکار دي چې په افغانستان کې د بشري حقونو مرستې، په دغه هېواد کې د بشري حقونو او ښځو ته د تعليم ورکولو د شرطونو سره وتړي.

پخوانيو سفارتکارو ويلي، امریکې له پکار ده چې د افغانستان د راتلونکې په اړه د پورته کوونکو ګامونو دپاره دې د نړۍ مشري وکړي او د افغانستان ولس دې يواځې پرې نه ږدي.