شاته

خلیلزاد: افغانستان له سترو ازموینو سره مخ دی 

د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د متحده ایالتونو پخواني ځانګړي استازي له خپل مقام څخه تر استعفا یوه ورځ وروسته ویلي دي چې یاد هیواد له سترو ازموینو سره مخ دی.

ښاغلي خلیلزاد د اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۷) په یو لړ ټویټونو کې لیکلي دي که "څه هم امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وتلي او د امریکا لپاره جګړه ختمه شوې خو دا وروستی څپرکی ندی.افغانان د اقتصاد او امنیت په ګډون سترې ازموینې په مخ کې لري."

ښاغلي خلیلزاد په یوه بل ټویټ کې لیکلي دي چې په افغانستان او سیمه کې د سولې او سوکالۍ شونتیا ته ژمن دی.

نوموړي ویلي:" زه په افغانستان او پراخې سیمې کې د سولې او سوکالۍ د شونتیا لپاره ژمن پاتي‌ یم. دا هغه څه دي چې افغانانو یې تر ۴۰ کالو ډیر ارمان کړی دی. متحده ایالتونه له دوي سره دي."

دغه افغان امریکایي دیپلومات په دوو نورو ټویټونو کې لیکلي چې د متحده ایالتونه، نړیواله ټولنه او افغان مشران به په تعامل کې پاتې شي.

نوموړي دده پر ځای د ټام وست له ټاکل کیدو هرکلی کړی او د افغانستان د سولې په بهیر کې یې د امریکا د بهرنیو چارو، دفاع وزارتونو او استخباراتي اداراتو له همکارانو مننه کړې ده.

خلیلزاد دوه میاشتې وروسته له هغه له خپلې دندې استعفا ورکړه چې طالبان پر کابل وکمن شول او له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د تخلیې ماموریت له ګډوډیو ډک وو.

د تخلیې د عملیاتو پرمهال د داعش خراسان څانګې د کابل پر نړیوال هوایي ډګر ځانګړی برید وکړ چې له امله یې ۱۳ امریکایي پوځیان او څه باندې ۱۷۰ ملکي افغانان مړه او ټپیان شول.

خلیلزاد د امریکا د پخواني جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د قدرت پرمهال په دې دنده وګمارل شو او په دوحه کې یې له طالبانو سره تر اتلس میاشتو مذاکراتو وروسته، له یادې ډلې سره د سولې تړون لاسلیک کړ.

۷۰ کلن خلیلزاد په تیرو دوو دورو کې د امریکا په حکومت کې په مهمو څوکیو کار کړی دی.

خلیلزاد د ۲۰۰۱ میلادي کال په وروستیو او د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش د خاص استازي په توګه وګمارل شو چې وروسته بیا په کابل کې د امریکا سفیر شو.

ښاغلي خلیلزاد په عراق او د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.