شاته

امریکا: د افغانستان بلینونه ډالره پیسې به همداسې منجمدې پاته وي

امریکا وایي چې په طالبانو باندې د دوی لګېدلې پابندۍ به پر خپل ځای پاته وي او اوس دا امکان نشته چې د افغانستان د مرکزي بنک بلینونه ډالره پانګې دې د منجمد کېدو نه خوشې شي. د امریکا د خزانې وزارت نایب ویلي، په طالبانو او حقاني نېټورک به لګېدلي مالي پابندۍ، نه لېري کیږي.

د امریکا د خزانې نایب وزیر – ولي اډييمو – د نهې/سې شنبې په ورځ وویل داسې هېڅ کوم حالات نه ګوري چې طالبانو ته د افغانستان د مرکزي بنک زېرمه شوو پانګو ته د رسایي اجازت ورکړل شي، هغه پانګې چې زیاتره یې په امریکا کې منجمدې پاته دي.

طالبانو په امریکا باندې غږ کړی دی چې د افغانستان بنک هغه څه باندې نهه بلینه ډالر چې د ملکه بهر ساتل کېدل، هغه دې د منجمد کېدو نه راوباسي، ځکه د طالبانو حکومت اوس مهال له سخت اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان پاته دی.

مګر د امریکا د خزانې وزارت نایب، ولي اډيېمو د نهې په ورځ د امریکا سنېټ د بنک دارۍ کمیټې ته پخپلو خبرو کې وویل: "مونږ په دې باور یو چې ضروري ده په طالبانو باندې خپلې پابندۍ همداسې وساتو، مګر په ورته وخت کې چې د افغانانو سره د قانوني بشري امداد دپاره لارې چارې پیدا کړو. مونږ اوس دستي همدغه کار کوو.»

طالبان د اگسټ میاشتې په نیمایي کې په افغانستان واکمن شول او امریکا د شل کاله جنګ نه پس، خپل ټول ځواکونه د اګسټ تر دېرشمې د افغانستانه واېستل. د هغه نه پس طالبانو په افغانستان کې خپل موقت حکومت اعلان کړ خو تر اوسه هېڅ کوم ملک د طالبانو دا حکومت په رسمیت ندی پېژندلی.

اوس مهال افغانستان کې یو سخت بشري بحران په راتلو دی او میلینونه خلک د ژوند بنیادي ضرورتونو نه محرومه پاته دي. په داسې وخت کې، ملګرو ملتونو او نورو نړېوالو تنظیمومو د افغانستان له عامو خلکو سره د فوري مرستو غږ کړی دی.

امریکا او نور غربي ملکونه اوس حېران دي چې څه طریقه کار پیدا کړي کوم کې چې دوی طالبانو ته قانوني حیثیت ورنکړي، مګر د هغو سره رابطې کې شي او دا یقیني کړي چې افغانانو ته بشري مرستې ورسیږي.

د امریکا د خزانې وزارت نایب، سنېټرانو ته وویل: "زمونږ هدف دا دی چې په طالبانو او حقاني نېټورک باندې زمونږ د لګول شویو پابندیو عملي کېدل یقیني کړو، او په ورته وخت کې هغه ملک (افغانستان) ته د جائز بشري امداد رسېدو ته اجازت ورکړو."

حقاني نېټورک یوه سختدریځه ډله ده چې د طالبانو سره یوځای کار کوي. حقاني نېټورک په تېرو کلونو کې د ګڼ شمېر ځانمرګو او خونړیو بریدونو ذمه واري منلې ده.