شاته

لاوروف: اوس د طالبانو له رسمي پیژندنې ډډه کوو؛ غواړو په ژمنو عمل وکړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۷) وویل چې روسیه به د اوس لپاره طالبان په رسمیت ونه پیژني او ددغې ډلې څخه غواړي چې په خپلو ژمنو باندې عمل وکړي.

ښاغلي لاوروف دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې ټاکل شوې سبا د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۰ په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه وشي. د رپوټونو له مخې پدې غونډه کې به د چین، پاکستان، او روسیې استازي له طالب مشرانو سره وګوري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف چې د روسیې په جنوب کې یې د یو کنفرانس په څنډه کې خبرې کولې وویل چې د طالبانو په ژمنو کې د افغانستان په حکومت کې سیاسي او قومي مشارکت شامل دی.

همداشان د امریکا-طالبانو د موافقې او د نړیوالې ټولنې سره په دوحه کې د طالبانو د وروستیو ژمنو له مخې دې ډلې ویلي چې د افغانستان له خاورې څخه به په هیڅ بهرني هیواد باندې برید ونشي او پدې هیواد کې به نړیوالو ترهګرو ته پناه ځای ورنکړي.

ښاغلی لاوروف دا څرګندونې پداسې حال کې کوي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روانې اکتوبر میاشتې پر ۱۵ د شوروي اتحاد د یو شمیر پخوانیو دولتونو مشرانو ته د ویډیو کنفرانس د لارې په غونډې کې وویل چې د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې سلګونه جنګیالي ځای پر ځای شوي دي. هغه وویل دوی غواړي د کډوالو په بڼه د مرکزي اسیا هیوادونو ته داخل شي. ښاغلي پوتین زیاته کړه "زمونږ د استخباراتو په بنسټ، د افغانستان په شمال کې د داعش غړیو شمیر شاوخوا دوه زره دی."

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس ویلي چې امریکا په مسکو کې د افغانستان په اړه د ترویکا په غونډه کې د لوجیستیکي موضوعاتو په دلیل ګډون نکوي.

طالبانو په دغه غونډه کې د ګډون بلنه منلې او ټاکل شوې چې د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یو پلاوي په مشري په دغه غونډه کې ګډون وکړي.