شاته

امریکا د طالبانو هغه ادعا بې ارزښته بللې چې چین په افغانستان کې په بیلیونونو ډالره پانګونه کوي

واشنګتن - امریکا د طالبانو هغه ادعا بې ارزښته بللې چې چین په افغانستان په بیلیونونو ډالره پانګونه کړېږ

د واېټ هاوس پرېس سېکترې جین ساکي ویلي، په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد د غورځېدو په حال کې دی امریکا په افغانستان کې د چین د زیاتېدونکي اثر پر ځای دا مهال له افغانانو سره د مرستو په اړه زیاته اندېښنه لري.

د وي او ای لخوا د یوې پوښتنې په ځواب کې جین ساکي ویلي ٫٫زمونږ زیاته توجه یا پام د نړیوالې ټولنې سره په ګډه افغانانو ته بشري مرستې رسول او دا خبره یقیني کول دي چې دغه مرستې مستحقو خلکو ته ورسیږي.٬٬

مېرمن جین ساکي دغه خبرې په داسې وخت کړې چې څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیج الله مجاهد د وي او ای سره په خبرو کې ویلي وو. "چین د خپلو کارکونکو او هغو امنیت غواړي چې دلته پانګونه کوي.

دوی د افغانستان په ځینو سکتورونو کې پانګونې ته لیواله دي او مونږ غواړو چې په دې ورسره وغږېږو.

یوه له دغو پروژو څخه مس عینک ده چېرې چې دوی غواړي په بیلیونونو ډالره پانګونه وکړي او افغانستان هم دې ته اړتیا لري. مونږ د هغوی د پانګونې او وسایلو د امنیت ډاډه ورکړی."

مجاهد زیاته کړه، چې طالبان له چین نه څه غواړي وویل، "چین ګاونډی او ځواکمن اقتصاد دي. مونږ کوښښ کوو له چین سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې ولرو.

که څه هم مونږ غواړو چې له چین سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې وپالو خو مونږ به اجازه ور نه کړو چې زمونږ په چارو کې لاسوهنه وکړي.

چین په خپلو ګاونډي هیوادونو لکه پاکستان او ایرن کې هم دغه لویه سرمایه کاري کړې او کابل ته یې هم بلنه ورکړې چې د سي پېک برخه جوړه شي.

سي پېک منصوبه د بیجنګ د بلټ اېنډ روډ منصوبې یوه برخه ده. د امریکا په هوډسن څیړنیز مرکز کې د سویلي او مرکزي اسیا د څانګې مشر او په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني وايي د چین په افغانستان کې سرمایه کاري کول د دوي د خوښې یو سوچ یا فکر کیدی شي.

د بېلینونو ډالرو د مصرف معنا دا ده چې د دغه منصوبو په بدل کې به چین هر کال په سلګونو مېلینه ډالره ګټه ترلاسه کوي. او په موجوده حالاتو کې د افغانستان اقتصاد دغه موقعه نه شي برابرولی.

حسین حقانی زیاتوي چې چین تر اوسه پورې افغانستان ته د بشري مرستو پ مد کې ۳۱ ملینه ډالره ورکړي. نوموړی زیاتوي چې دا نه ښايي چې دغه هیواد به په راتلونکې کې په بېلینونو ډالره مصرف کړي.

هم دغه شان د اوږدې مودې منصوبې تر هغې نه شي کېدلی تر څو چې نړیوالې ټولنې په رسمي توګه د وسله والو طالبانو حکومت وه نه مني. د دوو میاشتو تېریدو وروسته هم د طالبانو اسلامي امارت د چسین او روس تر څنګ بل کوم هیواد تر اوسه په رسمیت نه دي پېزندلي .

د روس صدر ولادي مېر پوټن د جمعې په ورځ د سویلي اېشیا هیوادونو د مشرانو یوې غونډې ته ویلي وو ٫٫ مونږ په دې خبر یو چې د دوي مرستې پکار دي. خو د تادې یا منډې کوم ضرورت نشته .‌

که څه هم وسله والو طالبانو په افغانستان کې د سولې راوستو ژمنه کړې، بیجنګ او نور امکاني سرمایه لګونکي به دې ته ګوري چې په افغانستان کې سیاسي ثبات او د امنیت ماحول وویني.

د سنټر فار سټرېټېجګ اېنډ انټرنېشنل سټډیز یو مشر اېرول یابوک وايي ٫٫ چین به حتمن لومړی هیواد وي چې دغې ور ته به ولاړ وي، خو دې وخت داسې بل کوم هیواد نشته چې دغې ته په تمه وي. دې ټولو هیوادونو ته په یوه درجه کې ثبات پکار دی.

د جمعې په ورځ په کندهار کې د شیعه مسلمانانو په یوه جومات کې د ځانمرګي برید وروسته دا خبره یقیني ده چې د افغانستان امنیتي وضیعت لا هم کړکیچن دی او دا ویرې سېوا شوي چې د طالبانو په واکمنۍ کې به نورې وسله والې ډلې نورې هم قوي کیږي.

د جمعې د ورځې په دغه برید کې د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه د ۴۰ نه سېوا کسان وژل شوي او داعش خراسان ډلې د دغه برید ذمه واري په غاړه اخستې.

یادې ډلې تیره اونۍ په کندوز کې هم د یو دغه شان برید ذمه واري منلې وه چې پکې لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي وو.