شاته

طالبان وايي د شیعه ګانو د جوماتونو امنیتي تدابیر قوي کوي

په افغانستان کې د طالبانو مقامات وايي چې د شیعه ګانو د جوماتونو امنیتي‌ تدابیر قوي کوي.

د کندهار لپاره د طالبانو امنیه قومندان مولوي‌ عبدالغفار محمدي وویل چې د شیعه ګانو د جوماتونو د ساتلو لپاره به امنیتي‌ قطعې ګمارل کیږي.

هغه دا خبره هم کړې چې په کندهار کې د اهل تشیع په جومات کې د برید د عاملینو د موندلو لپاره یې هلې ځلې هم پیل کړي.

تر دې مخکې وسله والو رضاکارانو د شیعه ګانو د جوماتونو او تکیه خانو امنیت ساته.

ښاغلي محمدي‌ داسې مهال دا څرګندونې وکړې چې نن اکتوبر ۱۶ (تلې۲۴) په کندهار کې د تېرې ورځې په برید کې وژل شوي کسان خاورو ته وسپارل شول.

د داعش ډلې د دغه برید مسئولیت منلی دی. د طالبانو د رسمي‌شمېرو له مخې په دغه برید کې ۴۷ کسان وژل شوي او څه باندې ۷۰ نور ژوبل دي.

دا د اګست په ۱۵ کال ته د طالبانو له ننوتلو وروسته د اهل تشیع په جومات باندې دویم برید و چې د داعش ډله یې مسئولیت مني. تېره اونۍ یې په کندز کې هم همداسې برید وکړ او لسګونه کسان په کې ووژل شول.

امریکا، ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو دا برید غندلی دی.