شاته

شیخ رشید وایي دایي ایس ایي دمشر دټاکنې معامله به یوه اوونۍ کې هواره شي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشيد ویلي چې د هېواد د استخباراتي ادارې ایي ایس ايي د مشر د ټاکنې معامله به په يوه هفته کې هواره شي.

نوموړي تېره شپه د شخصي ټى وي چېنل جيو نيوز پروګرام کې د خبرو په مهال وویل د هېواد د سول او پوځي قیادت ترمنځ معامله په غوره ډول پائ ته رسېدلې ده او د راتلونکي جمعې ورځې څخه مخکې به د ايي اېس ايي د مشر ټاکنه وشي خو شیخ رشيد دې لړ کې د ځنډ د علتونو ښودلو نه ډډه وکړه.

ورځپاڼه ډان داطلاعاتو د مرکزى وزیر فواد چوهدري له قوله لیکي چې يو ځل د هیواد د سول او عسکري قېادت ترمنځ اتفاق رایې وشي نو د ايي ایس ايي د نوي مشر ټاکنه یوازې د معمول معامله ده.

څېړونکي وايي ښکاري داسې چې په دې لړ کې د وزير اعظم عمران خان او پوځ د مشر جنرل قمر جاوید باجوه ترمنځ د نظر اختلاف دی خو وايي ددې معاملې د اوږدېدو له کبله د پاکستان بدنامي کېږي.

شیخ رشيد وویل هغه د احتياط په توګه اووه ورځې يادوي خو د استخباراتي ادارې ایي اېس ایي د نوي مشر دټاکنې اعلان په ورځ دوه کې هم کېدای شي.

هغه وویل په دې اړه تېره ورځ وزیر اعظم عمران خان خپله پارليماني پارټي په باور کې اخستې ده او وايي ټول معاملات هم سم دي.

شیخ رشيد زياته کړې د پوځ او وزیر اعظم ترمنځ د ايي اېس ايي د مشر ګمارنې په اړه ټولې چارې هواري شوي دي خو نوموړي دې پوښتنې ته ځواب ورنه کړی شو چې که د پوځ او حکومت ترمنځ معاملات هوار شوي نو دې کار دومره وخت ولې واخستو؟

هغه وايي ما سره چې کوم اطلاعات دي هغه دا دي چې هرڅه هوار شوي دي او دا ګمارنه به په اووه ورځو کې وشي.

له دې مخکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير فواد چوهدري د اکتوبر په ديارلسمه ویلي وو چې د ايي اېس ايي د نوي مشر دټاکنې عمل شورو شوی دی.

د اکتوبر په شپږمه د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د څانګې لخوا په جاري شوې اعلامیه کې د پاکستان د پوځ دننه په لويه کچه د تبادلو اعلان شوی ؤ.

په دغه اعلامیه کې د ايي ایس ايي د مشر جنرل فېض حميد پرځاې د کراچۍ کور کمانډر ليفټننټ جنرال نديم احمد انجم د استخباراتي ادارې ايي اېس ایي نوی مشر ټاکل شوی ؤ خو د وزير اعظم د دفتر له لوري د هغه د ګمارنې اعلاميه لا تر اوسه نه ده جاري شوې.

څېړونکي دایي ایس ایي دمشر دټاکنې اعلامیه کې ځنډ د حکومت او پوځ ترمنځ د اختلافاتو په معنا اخلي.

د تېرې نهې په ورځ د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري د وزير اعظم عمران خان او د پوځ د مشر ترمنځ د ملاقات پخلی کړی ؤ او ویلي یې وؤ چې د ايي اېس ايي د مشر ټاکل د وزير اعظم اختيار دی او د ایي اېس ايي د مشر ټاکنې لپاره به ټولې دستوري او قانوني تقاضې ترسره کولی شي.

په دې صورتحال د ډيوه سره خبرو کې د پاکستان د پوځ پخوانی افسر او څېړنکار طلعت مسعود وايي دې معاملې وخت ځکه واخستو چې کیدای شي دې لړ کې د وزير اعظم عمران خان او پوځي مشر ترمنځ د نظر اختلاف وي.

هغه وايي وزیر اعظم ګڼي چې د ايي اېس ايي مشر ټاکل د هغه دستوري ذمه واري ده.

هغه بيا وايي ددې مسلې د اوږدېدو له کبله د پاکستان انځور خرابېږي.

"خلک وايي دا څنګه جمهوري حکومت دی چې پرېکړې په ګرانه کوي خو دلته د جمهوريت دا حال دی چې ترڅو پوځي قیادت يوه فېصله ونه مني نو د رياست چارې په وړاندې نه شي تللی"

د پاکستان حکومت مخالف ګوندونه د ایي ایس ايي او د پوځ په اوسنيو مشرانو له ډېر وخت راهیسې دا تورونه پورې کوي چې د پي ټي اي حکومت یې په ووټونو کې د درغلیو په دلارې واک ته رسولی دی او د عمران خان ته سلیکټډ وايي.

خو د پاکستان پوځ بیا په سياست کې د لاسوهنې تورونه ردوي.

که يوې خوا ته وزيران د حکومت او پوځ ترمنځ د ښو اړیکو راپورونه ورکوي نو بلخوا د وزير اعظم عمران خان د سياسي چارو ځانګړي مرستيال عامر ډوګر د شخصى ټى وي چېنل سره کړې مرکه هم د بحث موضوع ګرځېدلې ده.

عامر ډوګر تېره ورځ د سماء ټى وي د يو پروګرام کوربه نديم ملک سره مرکه کې ویلي وو وزیر اعظم عمران خان غواړي چې د افغانستان په تناظر کې د جنرال فېض حميد د څه نور وخت لپاره د ايي اېس ايي د مشر په څوکۍ پاتې شي.

څېړونکي وايي د استخباراتي ادارې ايي ایس ايي د مشرې په څوکۍ تل پوځي افسران ګمارل شوې دي خو دا يوه سولين څوکۍ ده او په عامه توګه دا ټاکنه وزیر اعظم کوي.