شاته

امریکا به پاکستان ته د نهه مېلین نه زیات فایزر وېکسین ورکوي

امریکا به پاکستان ته نهه اشاریه شپږ مېلین د کرونا د مخنیوي دپاره فایزر وېکسین ورکوي.

امریکې پاکستان ته د دغو وېکسینو ورکولو اعلان د جمعې په ورځ وکړو او ویې وېل پاکستان ته فایزر وېکسین د کوېکس د انتظام دلاندې ورکول کېږي چې په نړیواله کچه د کرونا وېکسین د تقسیم دپاره د یو شمېر ملکونو پروګرام دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په اسلام اباد کې د امریکې سفارتخانې وویل د نهه اشاریه شپږ مېلین نورو وېکسینو سره به پاکستان ته د ورکړی شویو امریکايي وېکسینو تعداد 25 مېلین ته ورسېږي.

په اسلام اباد کې د امریکې موقتي سفیرې انجیلا اېګلر وویل امریکې فخر محسوسوي چې د پاکستانیانو مټو ته ‌ژوند ساتوونکي فایزر وېکسین ورسوي او پاکستان د امریکايي وېکسینو په تقیسوولو کې ښه کار کړی دی دی.

هغې وویل پاکستان ته ورستي وېکسین په داسې حال کې ورکړی کیږي چې په پاکستان کې د دولسو کلونو او د دې نه د زیات عمر ماشومان لومړی وېکسین اخیستوونکي دي.

د وي او ای رپورټ وايي په پاکستان کې د کرونا کېسونه مخ په کمېدو دي او دا مهال هره ورځ اوسطاً د 1000 نه کم نوي کېسونه رپورټ کېږي او تېره هفته حکومت په سفر، تعلیم او په کاروباري هلوځلو قدغنونه نرم کړل.

د حکومت د ورستیو شمېرو ترمخه په پاکستان کې د کرونا وایرس 1262771 کېسونه رپورټ شوي دي او د وبا د شروع کېدو راهسې په پاکستان کې 28228 کسان د کرونا نه مړه شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا وایرس نه د بچ کېدو دپاره خلکو ته د وېکسین ستن لګولو بهیر د فېبرورۍ په میاشت کې شروع شوی دی او پاکستاني چارواکو د جمعې په ورځ وویل تر اوسه پورې 95 مېلین کسانو ته وېکسین ورکړی شوي دي.

په پاکستان زیاتره د چین جوړ وېکسین خلکو ته ورکړی کېږي او په ملک کې د فایزر په شمول د مغربي ملکونو جوړ وېکسینو کمی دی.

د امریکې سفارت په خپل بیان کې وویل پاکستان ته ورکړی کېدونکي وېکسین د 500 مېلین د هغو فایزر وېکسینو برخه ده چې د صدر جوبایډن حکومت د فایزر کمپنۍ نه اخیستلي دي چې د پاکستان په شمول نورو ملکونو ته ورکړی شي چې دا ډول په نړیواله کچه د کرونا مخه ونیول شي.

واشنګټن اسلام اباد ته د کرونا وایرس په لړ کې د مرستې دپاره د 63 مېلین ډالرو امداد هم ورکړی دی.

کووېکس په نړیواله کچه د کرونا وېکسین د تقسیمولو پروګرام دی چې پکې د ملګرو ملتونو د صحت ادارې په شمول نور تنظیمونه شرکت لري خو د دې پروګرام سره تر ټولو زیاته مرسته امریکا کوي.