شاته

پوتین: د داعش جنګیالي د افغانستان په شمال کې راټول شوي

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین وایي د اسلامي دولت یا داعش ډلې ته سلګونه وفادار وسله وال د افغانستان په شمال کې راټول شوي او پلان لري چې د مرکزي آسیا هیوادونو ته د کډوالو په پلمې ننوځي.

ښاغلي پوتین نن جمعه اکتوبر ۱۵ (تلي ۲۳) د شوروي اتحاد د یو شمیر پخوانیو دولتونو مشرانو ته د ویډیو کنفرانس د لارې په غونډې کې وویل، "زمونږ د استخباراتو په بنسټ، د افغانستان په شمال کې د داعش غړیو شمیر شاوخوا ۲ زره دی."

د روسیې جمهور رئیس تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې د عراق او سوریې نه د داعش مجرب وسله وال افغانستان ته په فعاله توګه روان دي خو د شمیر په هکله یې څه نه و ویلي.

ولادمیر پوتین وایي په افغانستان کې د داعش مشران غواړي د مرکزي آسیا په هیوادونو کې چې یو وخت د شوروي اتحاد غړي وو، د دې ډلې نفوذ څرګند کړي او مذهبي او قومي نفاق پیدا کړي. پوتین زیاته کړه، " ترهګر غواړي مشترک المنافع سیمو ته د کډوالو په جامه کې ننوځي.".

روسیه پداسې حال کې په خپل ګاونډ کې د اسلامي دولت د وسله والو د شتون په هکله اندیښنه څرګندوي چې د افغانستان لپاره د مسکو ځانګړي استازي ضمیر کابلوف نن یو ځل بیا د انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو استازي بله اوونۍ په مسکو کې په نړیوالې غونډې کې ګډون کوي.

ټاکل شوې پدې غونډې کې د ایران، چین او پاکستان استازي هم ګډون وکړي.

دا لومړي ځل ندی چې روسیه د طالبانو استازو په غونډو کې د ګډون بلنه ورکوي. مسکو وړاندې تر دې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیږي، څو ځله یې په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر غړیو ته په څو غونډو کې د ګډون بلنه ورکړې وه چې طالبانو هم پکې ګډون کړی و.

تر اوسه هیڅ کوم هیواد یا سازمان طالبان په رسمیت ندي پیژندلي. د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین هم وویل چې د طالبانو په رسمیت پیژندل بیړي ته اړتیا نلري خو زیاته یې کړه چې "مونږ پوهیږو چې د هغوي سره اړیکو ته ضرورت لرو. "

سره لدې چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان پخواني حکومت او طالبانو د داعش وسله والو په خلاف د افغانستان په څو ځایونو کې عملیات وکړل او د دې ډلې د ځپلو ادعاوې یې وکړلې خو د افغانستان لپاره ددې ډلې څانګې تازه د څو غټو بریدونو د کولو ادعا کړې.

تازه برید یې د کندز په ولایت کې په یو جومات کې و چې څه باندې ۱۰۰ تنه پکې ووژل شول او ټپي شول.