شاته

ائتلاف: د یمن په مارب کې تر ۱۸۰ ډیر حوثي یاغیان وژل شوي

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونه چې د یمن د حکومت په ملاتړ پدې هیواد کې هوایي بریدونه کوي وایي د مارب په جنوبي ستراتیژیک ولایت کې یې په یاغیانو باندې په هوایي برید کې څه باندې ۱۸۰ حوثي یاغیان وژلي دي.

ائتلافي ځواکونو د سعودي عربستان سرکاري خبري اژانس ته ویلي چې عملیات د مارب ولایت د عبدیه په شاوخوا سیمو کې شوي. په علملیاتو کې د چارواکو په خبره د یاغیانو ۱۰ موټر هم تبا شوي.

حوثي یاغیان چې ایران یې تر شا ولاړ دی، په ۲۰۱۴ کال کې یې پایتخت صنعا په نړیوال کچه په رسمیت پیژندل شوي حکومت نه ونیوه او یو کال وروسته د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د حکومت په ننګه په یاغیانو هوایي بمبارۍ پیل کړلې.

حوثي یاغیانو پدې تیرو څو اوونیو کې د تیلو له پلوه دغني ولایت مارب د نیولو لپاره تعرضي عملیات پيل کړي. ائتلافي ځواکونه وایي چې یوازې پدې تیرو څو ورځو کې د مارب په جګړې کې سل ګونه حوثي یاغیان وژل شوي.

پخپله حوثي یاغیانو تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي او د فرانس پریس خبري اژانس هم په خپلواکه توګه د مرګ ژوبلې ریښتینولي نده تائید کړې.

د یمن په کورنۍ جګړې کې تر اوسه لسګونه زره خلک وژل شوي او په میلونونو نور اړ شوې چې خپلې مېنې پریږدي او نورو سیمو یا هیوادونو ته کډه شي.
ملګر ملتونو په یمن کې وضعیت په نړۍ کې تر ټولو ناوړه بشري ناورین بللی.