شاته

بشري حقونو څار ډله: ترکي سرتېرو افغان پناه غوښتونکي وهلي او شړلي دي 

د بشري حقونو د څار ډلې د ترکیې پوځ تورن کړی دی چې له ایران څخه اوښتي سلګونه افغان پناه غوښتونکي یې وهلي او په زور یې بېرته ایران ته شړلي دي.

د دغه سازمان د جمعې د ورځې اکتوبر ۱۵ (تلې۲۳) اعلامیه وايي چې د ترکیې د پوځ دا کار د نړیوال قانون خلاف دی.

د بشري حقونو د څار ډله وایي چې ځینو پناه غوښتونکو افغانانو ورته خپل داستان تېر کړی دی. وايي یو شمېر افغان پناه غوښتونکي دومره وهل شوي چې «هډوکي یې مات شوي» دي.

د اعلامیې له مخې د ترکیې پوځ دغه افغان پناه غوښتونکي د ۵۰ او ۳۰۰ کسانو په ګروپونو وېشلي او بېرته یې ایران ته شړلي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې یوې لوړ پوړې چارواکي‌ بیلکیس ویل وايي: «ترکي چارواکي خوندي سیمو ته د افغانانو د فرار او پناه غوښتنې د هڅو مخه نیسي. ترکي‌ سرتېري له افغانانو سر بد چلند کوي او په ناقانونه توګه یې بېرته شړي.»

اعلامیه وايي چې په دغه بهیر کې یو شمېر کسان له خپلو کورنیو څخه هم جلا شوي دي. د بشري حقونو ډله وايي چې د سپتمبر له ۲۵ څخه د اکتوبر تر ۱۱ پورې یې له شپږو افغانانو سره خبرې کړي‌. وايي پنځه یې په ترکیې کې پټ دي چې بېرته ونه شړل شي. دغه افغانان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یا لږ مخکې له خپل هېواد څخه تښتېدلي دي.

د بشري‌ حقونو د څار ډله وايي چې د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل سبا شنبه ترکیي‌ ته ځي چې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وویني. دغې ډلې له مېرمن مېرکل څخه غوښتي چې د ترکیې په حکومت فشار راوړي چې د افغانانو شړل بند کړي او د پناه غوښتنې د حق د سلب کولو او نوروادعاو په اړه دې پلټنې وکړي.

ترکیه په نړۍ کې لومړی هېواد دی چې د ډېرو مهاجرو کوربه دی. هلته اوس ۳.۷ میلیون سوریایان، څه باندې ۴۰۰زره افغان، عراقي او د نورو هېوادونو کډوال اوسیږي.

د بشري حقونو د څار ډلې تر دې مخکې له ترکیې څخه د سوریایانو د شړل کېدو په اړه هم راپورونه ورکړي وو. دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې ولسمشر رجیب طیب اردوغان څه موده مخکې وویل چې نور کډوال نشي منلای.