شاته

هیڅ هېواد باید د افغانستان له حساس وضعیت څخه ناوړه ګټه وانخلي- مودي

د هند صدراعظم نریندرا مودي وايي هغه هیوادونه چې په یرغلیزو فکرونو" له ترهګرۍ څخه د یوې سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي باید پوه شي چې ترهګرۍ دوی ته هم یو لوی ګواښ دی."

هغه چې د شنبې په ورځ د سپټمبر ۲۵ ( تلې ۳) د ملګرو ملتونو د سازمان په عمومي غونډه کې خبرې کولې، پرته له دې چې د کوم خاص هیواد نوم واخلي وویل په کارده چې له افغانستان څخه د ترهګرۍ د خپرېدو د مرکز په توګه ګټه وانخیستل شي.

د هند صدراعظم زیاته کړه:" ضرورت دی چې چمتو و اوسو او ډاډ ترلاسه کړو چې هیڅ هیواد هڅه ونه کړي د افغانستان له حساس وضعیت او له هغه هیواد څخه د خپلو ګټو او موخو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار واخلي."

ښاغلی مودي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان له ښځو، ماشومانو او اقلیتونو سره مرسته وکړي.

د هند حکومت اندېښنه څرګنده کړې ده چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو له وتلو وروسته رامنځته شوې بې نظمي د پاکستان په ګټه ده او په کشمیر کې د هند ضد وسله والو بغاوت تقویه کوي.

ښاغلي مودي چې د تیرې اونۍ یوه برخه یې د هند او آرام سمندر په سیمه کې د اړیکو د غښتلي کولو په خاطر له امریکايي‌ چارواکو سره په خبرو تېره کړه، دغه خبرې یې د عمران خان د خبرو په ځواب کې وکړې.

عمران خان د جمعې په ورځ د نریندرا مودي په مشرۍ د هند ملتپال حکومت یو " فاشیست" حکومت وباله او په هغه باندې یې په کشمیر کې د هند د حکومت له خوا د ځپونکو کړنو له امله نیوکه وکړه.

د پاکستان صدراعظم له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو له حکومت څخه ملاتړ وکړي او منزوي یې نه کړي.

ښاغلي خان وویل:" که چېرې اوس مونږ له افغانستان څخه مخ واړوو، د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د افغانستان نیمايي خلک له ګواښ سره مخامخ دي او تر راتلونکي کال پورې به د افغانستان ۹۰ فیصده خلک له نیستۍ سره مخامخ وي."

د پاکستان صدراعظم وویل طالبانو ژمنه کړې چې بشري حقونو ته به درناوی کوي، یو ټول شموله حکومت به جوړوي او ترهګرو ته به اجازه نه ورکوي چې د دوی له خاورې د نورو پرضد کار واخلي.

ښاغلي خان وویل:" که چیرې نړیواله ټولنه هغوی تشویق کړي چې په خپلو خبرو عمل وکړي، نو ټولې خواوې به ګټونکې وي."

له بلې خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د شنبې په ورځ سپټمبر ۲۵ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډۍ په څنډه کې وویل په اوس وخت کې د طالبانو دحکومت د په رسمیت پېژندلو په موضوع باندې بحث نه دی شوی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د امریکا او ناټو پوځیان له افغانستان په بېړه ووتل او دعواقبو په هکله یې فکر ونه کړ، هغه زیاته کړه باید ډاډ ترلاسه شي چې په افغانستان کې له دوی څخه پاتې شوې وسلې د تخریبي کارونو لپاره ونه کارول شي.

ښاغلي لاوروف وویل د روسیې لپاره لومړنی لومړیتوب د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته د افراطیت د خپرېدو مخنیوی دی او هم د افغانستان په خاوره کې ورته د ترهګرۍ د ګواښ شتون د منلو نه دی.

روسيه د هغو محدود شمیر هېوادونو له جملې څخه ده چې په افغانستان کې یې خپل سفارت نه دی تړلی او د روسیې د RIA د خبري آژانس د راپور له مخې، مسکو د طالبانو له مشرانو سره په خبرو بوخت دی چې د طالبانو د حکومت یو پلاوی له روسیې څخه لیدنه وکړي.