شاته

د سوریې په جنګ کې ۳۵۰ زره ولسي خلک وژل شویدي - ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو له خوا د سوریې په جنګ کې د وژل شویو کسانو د وژنې د څرنګوالي له څېړنو معلومه شوې چې په دغې جګړه کې د ۲۰۱۱ کال د مارچ له میاشتې د ۲۰۲۱ کال د مارچ ترمیاشتې د لسو کلونو په موده کې ۳۵۰ زره ولسي خلک وژل شویدي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر ددغو څېړونو مسئولیت درلود او پایلې یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وسپارلې.

د عالي کمیشنر دفتر په ۲۰۱۴ کال کې د ملکي خلکو د وژنې د شمیر ثبتول ودرول.ځکه د تائید وړ معلوماتو ترلاسه کول ډیر سخت او خطرناک شول.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې میشل بشلیت وویل د ۳۵۰ زرو کسانوشمیره د دوی د خپلو معلوماتو، د مدني ټولنو له خوا د راټولو شویو معلوماتو او د سوریې له حکومت څخه په ترلاسه شویو معلوماتو بنا ده.


هغې وویل:" زمونږ په شمېرو کې شامل کسان د نومونو ، د وژل کېدو د نیټې او سیمې په اساس ثبت شويدي. خو دغه لست په هیڅ صورت د ټولو هغو وژل شویو کسانو حقیقي شمیره نشي ښودلی چې د سوریې د جنګ له پیل راهیسې تر دې دمه وژل شویدي."

د ثبت شویو شمیرو له مخې دیر خلک په حلب کې وژل شویدي، له هغه وروسته ډیرې وژنې دمشق په اطرافي سیمو، حمص،ادلب ، حما اوطرطوس کې ترسره شوې دي. په رپوټ کې ویل شویدي چې په هرو ۱۳ وژل شویو کسانو یوه ښځه وه او په هرو د یارلس کسانو کې په اوسط ډول یو ماشوم و.

آغلې بشلیت وویل دا مهمه ده چې په یاد وساتو چې داشمېرې یواځې ددغې وژونکې جګړې شمېرې او احصائیې نه دي بلکه هره شمېره یو انسان دی.

هغې وویل:" هره ثبت شوې شمېره یو انسان و،چې آزاد زېږېدلی و ، مساوي حقونه او عزت یې درلود. مونږ باید تل د قربانیانو کیسې په فردي او ټولیز ډول باندې خلکو ته وړاندې کړو ، ځکه دغه ډوله وحشتناکې وژنې او بې عدالتي باید مونږ اقدام کولو ته وهڅوي."

آغلې بلشیت وویل د هغې دفتر به د منل شویو احصائیوي تخنیکونو په کارولو سره د سوریې په شخړه کې د ورکو شویو کسانو د شمیر د معلومولو کار پیل کړي. هغې وویل د ورکو شویو کسانو د شمیر په معلومولو سره به مونږ وکولی شو چې د دغې جګړی مکمل انځور او د سوریې په خلکو باندې یې اغېز معلوم کړو.

د سوریې د جګړې له امله د نړۍ په کچه د مهاجرت یو لوی بحران رامنځته شو. له دغه هیواد څخه ۶.۸ میلیونه خلک ګاونډیو هیوادونو او د نړۍ نورو برخو ته کډه شوي او ۶.۷ میلیونه نور په سوریې کې دننه بې ځایه شوي دي.