شاته

دپي ټي ایم دبندي فعالینو ګیله من پشتین اؤ عید رحمان ضمانتونه منظور شول

په بنو کې دشمالي وزیرستان دعدالت څخه دخالي یا شنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د دوؤ غړ‎و ګيله من پشتين او عيد رحمان ضمانتونه منظور شوي دي.

د پي ټي اېم مشران وایي په ګيله من پشتين او عيد رحمان د مئ په مياشت کې د دته خېل د پي ټي اېم د جلسې پرضد جوړه مقدمه جوړه کړل شوې وه اؤ په دغه مقدمه کې په 20م ستمبر پولیسو نيولي او بیا په بله ورځ يې په بنو کې د شمالي وزیرستان عدالت ته وړاندې کړي وؤ.

د دوئ په خبره په 26م مئ پي ټي اېم په دته خېل کې د خړ کمر د پېښې په ياد کې جلسه راجوړه کړې وه او ددغې جلسې راجوړولو پسر د ھغوئ پرضد پولیسو مقدمه جوړ‎ہ کړې وہ او دغه دواړ‎ہ غړ‎ي یې په ھغه مقدمه کې نیولي وؤ.

وي او ای ډیوه ته د مقدمې په ترلاسه شوي اېف ايي ار کې ويل شوي چې پي ټي ایم په دته خېل کې غېر قانوني غونډه راجوړه کړې وه.

په اېف ايي ار کې د پي ټي اېم د مشر منظور پشتين، ګيله من پشتين او عيد رحمان په ګډون د اتوؤ کسانو نومونه درج کړی شوي چې دوئ غونډې ته په لوډ سپيکر د حکومت خلاف د کرکې بيانونه کول، خلک يې خانه جنګۍ پله رابلل او د پوځ او رياستي ادارو غړو ته يې ګواښونه کړي وؤ او د دوئ پرضد يې سختې نعرې وهلې او خلک يې د حکومت پرضد راپارول.

په اېف ايي ار کې د رياست پرضد د خلکو راپارولو او ادارو پرضد د ناوړه وینا کولو او د لوډ سپيکر د غلط استعمال مادې شامل کړی شوې دي.

د پي ټي اېم وکیل شعیب سدوزی وايي، دوئ ددغو کسانو د ضمانت خواست یې محکمې ته کړی ؤ او د شمالي وزیرستان د ایډيشنل سول جج عدالت د دوئ ضمانت منظور کړو.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وويل دغه ضمانتونه په دوؤ نفرو او اتیا زره روپو سره وکړی شول.

هغه دا هم وويل په دغو کسانو د ۱۴۴ مادې د سرغړونې، د غدارۍ او بغاوت يا سازش د مادو لاندې مقدمه درج کړل شوې وه خو دوئ عدالت ته د تېرو مقدمو مثالونه وړاندې کړه او بيا جج سمدستي د دوئ ضمانتونه منظور کړل.

هغه وويل دا کسان ښايي چې قانوني کاروایي پوره کولو سره به نن د جېل څخه خوشي شي.

د شمالي وزيرستان په خړکمر علاقه کې دوه کاله وړاندې په (26 مئ) په يوه پوځي چيک پوسته د ډزو په پېښه کې د پي ټي اېم 15 فعالان وژل شوي او 23 نور ژوبل شوي وؤ.

دوه کاله وړاندې د پي ټي اېم د مشرانو او قامي اسمبلۍ غړو محسن داوړ او علي وزیر په مشرۍ په خړ کمر کې احتجاجي مظاهره کېدله او په دغه مهال چې دا مظاهره چيان په پوځي چيک پوسته ورغلي وؤ هلته بيا د ډزو پېښه رامنځته شوې وه.

پوځ او پي ټي ایم په يو بل د ډزو کولو تورونه لګولي، پوځ ويلي وؤ د محسن داوړ او علي وزير په مشرۍ احتجاج کوونکي د مشکوک ترهګرد خلاصولو دپاره په چيک پوسته ورختلي او بیا د پوځ لخوا د مخې نيولو په وخت دوئ په پوسته ډزې کړې وې چې په نتيجه کې يې پينځه پوځي سرتيري ژوبل شوي وؤ.

پوځ ویلي وؤ د پوځ په ځوابي ډزو کې بيا درې کسان وژل شوي او لس نور ژوبل شوي وؤ.

پوځ دا هم ويلي وؤ چې په دغه موقعه یې علي وزير سره د اتوؤ نورو کسانو نيولی ؤ او محسن داوړ بيا وروسته په خپله ځان پوليس ته سپارلی ؤ.

خو وروسته د شمالي وزيرستان انتظاميې د خړکمر په پېښه کې د 15 کسانو د وژل کېدو او 23 ټپي کېدل تايد کړي وؤ او د خېبرپښتونخوا حکومت بیا د مړو او ژوبلو دپاره امدادي پېسې اعلان کړې وې.

پوځ د پېښې مقدمه د ترهګرۍ د مادو لاندې د علي وزير او محسن داوړ پرضد درج کړې وه او هغوئ پکې بيا جېل ته لېږل شوي وو.

خو د بنو د ترهګرۍ دمخنیوي عدالت د ایبټ اباد څانګې بيا په 14م اکتوبر 2020 په علي وزير او محسن داوړ د خړکمر د پېښې او وروسته بيا په يو پوځي ګاډي د چاودنې جوړې مقدمې خارج کړې وې.

د پي ټي اېم د بنو کمېټۍ ممبر عبدالصمد خان وي او اې ډيوه ته وويل د وړوکي اختر وروسته دوئ په دته خېلو کې د خړکمر د پېښې په ياد کې جلسه راجوړه کړې وه او د هغې جلسې دپاره یې د انتظاميې او ځايي مشرانو د جرګې سره ليدنې شوې وې او شرطونه اېښودی شوي وؤ چې په جلسه کې به د ادارو او ملک خلاف خبرې نه کيږي او وسله به پکې نه وي او دوئ ورسره دغه خبرې منلې هم وې.

خو هغخ وخت د ضلعې مرستيال کمشنر شاهدعلي ویلي وؤ د کرونا وبا له امله د صوبې د حکومت د اعلاميې ترمخه د پينځوؤ کسانو نه د زياتو کسانو په يو ځائ کېدو بندیز دی ځکه د پي ټي اېم جلسې ته یې اجازه نه ده ورکړې.

صمد خان وويل بيا څو ورځې وړاندې پوليس د ګيله من پشتين او عيد رحمان کور ته ورغلي او هغوئ ته يې د حاضرېدو ويلي وو، دغو کسانو بيا د ګرفتارۍ نه وړاندې ضمانتونه کول خو عدالت يې ضمانت پوخ نه کړو او پوليس دوئ ونيول .

صمد خان وويل عيد رحمان د شمالي وزيرستان د پي ټي اېم تکړه مشر دی په علاقه کې د سولې دپاره کار کوي او ګيله من پشتين چې شاعر دی د امن دپاره ھلې ځلې او شاعري کوي.

نوموړي زياته کړه دغه کسان د پي ټي اېم د نورو غړو د ويرولو دپاره ونيول شو خو دوئ به کله ونه ويریږي ځکه چې دغه کسان وړاندې هم نيول شوي او دوئ به د خپل وطن او قوم د امن او خوشالۍ دپاره مبارزه جاري ساتي او شاته به نه شي.

هغه وويل د غورځنګ درې مهم کسان اویس ابدال، حنیف پښتین او د قامي پارلیمان غړی علي وزیر په جیل کې بند دي او د قانون د لارې به يې ازادوي.

هغه وویل په دې لار دوئ د خپلې مبارزې نه پشا کول غواړي خو زیاته یې کړه د دوئ مبارزه پرامنه او د ایین سره سمه ده او په دې چلونو د دوئ مخنیوی څوک نشي کولی.

دپاکستان حکومتي مامورين او پوځ په پي ټي اېم تور لګوي چې د بهر هېوادونو څخه ورته پېسې راځي او د پي ټي اېم په غړو بيا زياتره د رياست پرضد د نعرو يا بغاوت او ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمې درج کړی شوي دي.

خو پي ټي ایم وايي دوئ د ایين او قانون لاندې د خپلو حقونو دپاره په پرامنه ډول مبارزه کوي.

دپاکستان د دفاع وزیر پرویز خټک د جون پر 15مه نېټه د رسنیو له لارې اعلان وکړو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته یې د مذاکراتو بلنه ورکړې ده.

منظور پښتین په خبري غونډه کې تایید کړه چې پرویز خټک او د قومي اسمبلۍ بل غړي اسد عمر هم دوئ ته ټلیفون کړی او د مذاکراتو په اړه یې ورسره رسمي‌ خبرې کړې دي.

هغه زياته کړه دغه جلسه په پرامنه توګه په ښه انداز وشوه، خو دوه ورځې وروسته دوئ خبر شول چې د جلسې په اړه مقدمه شوې ده او دوی بيا مالومات کول چې د مقدمې په تړاو قانوني چلند وکړي خو دوئ ته د دغه مقدمې په اړه څه نه ويل کېده

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.