شاته

افغانستان کې د کرونا ویروس ګواښ ته د کمې پاملرنې په اړه اندېښنې

کرونا اوس هم په افغانستان کې یوه جدي ستونزه ده او د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

ګن شمېر افغانان په هېواد کې د سیاسي بدلون وروسته د دې ویروس پر وړاندې مبارزه له ستونزو ډکه بولي.

دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا اندېښنه هم لري که د کرونا ویروس په وړاندې مبارزه په سمه توګه مدیریت نه‌شي پایلې به‌یې خطرناکې وي.

عبدالوهاب چې اوونۍ وړاندې یې نیکه همدې ویروس وواژه، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د نوي بدلونونو سره باید د دې ویروس پر وړاندې مبارزه پڅه نه‌شي.

هغه له طالبانو غواړي چې د کرونا پر وړاندې مبارزه له پخوا جدي کړي.

عبدالوهاب زیاتوي: "کرونا په افغانستان کې اوس هم جدي ده او دغه ویروس لا هم د افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، دا چې په افغانستان کې نوی سیاسي بدلون رامنځته شو له طالبانو مو غوښتنه ده چې د دې ویروس پر وړاندې خپله مبارزه له پخوا جدي کړي."

کابل کې د کرونا ویروس ناروغانو د درملنې لپاره د افغان جاپان روغتون
کابل کې د کرونا ویروس ناروغانو د درملنې لپاره د افغان جاپان روغتون

خو دا یوازې عبدالوهاب نه‌دی یو شمېر نور کابل مېشتي هم له دې ویروسه وېره لري، وايي چې په تېر نظام کې روغتیايي امکانات ډېر و او د دې ناروغۍ سره مبارزه شونې وه، خو اوس دا چاره شاید ستونزمنه وي.

د کابل ښار اوسېدونکی خالد وايي: "کرونا د نړۍ ترڅنګ افغانستان هم سخت وځپه، دا چې اوس نظام بدل شوی او حالات د تمې خلاف بدل دي، هغه امکانات چې پخوا و هغه اوس په نشت حساب دي، ټول روغتیايي توکي له کاره لوېدلي، په دې اساس زموږ وېره دوه برابره زیاته شوې."

خو کریم د کرونا ویروس په تړاو بل نظر لري.

هغه وايي، د خلکو ذهنونه وروستیو تحولاتو ځان ته اړولي، کرونا د چا په ذهن کې نه‌شته.

کریم زیاته کړه: "اوس هم کرونا یوه جدي ستونزه ده، خو دا چې ولې د خبرونو سرټکي نه‌جوړوي دلیل‌یې وروستي تحولات دي، ټول افغانان وروستیو تحولاتو هک حیران کړي، له هر چا کرونا له یاده وتې، خو بیا هم وایم چې کرونا اوس هم جدي ده."

ازادي راډیو هڅه وکړه د کرونا ویروس سره د مبارزې د وروستیو تازه پرمختګونو په اړه د افغانستان عامې روغتیا وزارت نظر واخلي، خو دوی له څه ویلو ډډه وکړه.

د طالبانو ویاند هم په دې اړه د ازادي راډیو اړیکې ځواب نه‌کړې.

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې تازه نن دوشنبه د روغتیا نړیوال سازمان مشر له یو پلاوي سره افغانستان ته سفر کړی.

د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ دغه پلاوی به له طالب مشرانو سره د وروستیو روغتیايي بدو حالاتو او دغه‌شان افغانستان ته په دې برخه کې د مرستو په تړاو خبرې وکړي.