شاته

د اسلام اباد په مولانا عبدالعزيز او ملګرو يې د ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمه درج شوې

د پاکستان د پلازمينې پوليسو د مولانا عبدالعزيز، د هغه د ملګرو او په مدرسه کې د زده کوونکو پرضد د ترهګرۍ او بغاوت د مادو لاندې مقدمه درج کړې ده چې دوی په جامعه حفصه مدرسه د افغان طالبانو بېرغ ځړولی دی.

د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه د اسلام اباد پوليسو تاييد کړې چې دغه مقدمه وروسته له هغې درج شوې چې پوليسو په مدرسه د افغان طالبانو بېرغ ليدلی دی.

ويل شوي د اسلام اباد په ابپاره تاڼه کې دغه مقدمه درج شوې ده.

د پرون راهسې په ټولنيزو رسنیو د مولانا عبدالعزيز يوه ويډيو خپره شوې چې پکې هغه د اسلام اباد پوليسو ته وايي،"تاسو د بدکارۍ اډې ولې نه بندوئ دا ماشومانې درته ښکاري؟، دا نوکرۍ پرېږدئ خدای به نورې ښې نوکرۍ درکړي په دې نوکرۍ لعنت اووايئ، دا خو چې د پاکستان طالبان راشي ستاسو حشر به وکړي".

خبريال افتخار فردوس تيره شپه په ټویټر په پېښور کې د مذهبي ډلو د يوې غونډې کېدو ويلي او په ځواب کې ورته سياستوال او کار پوهه افراسياب خټک بيا لیکلي،

"په افغانستان کې د طالبانو د راتلو وروسته د ترهګرو سنډيکېټ اوس په پاکستان کې د طاقت ترلاسه کولو دپاره د سياسي بنياد اېښودو دپاره هلې ځلې پېل کړي دي. په پېښور کې د پېغام پاکستان غونډه او په اسلام اباد کې په لال مسجد (سور جومات) د طالبانو بېرغ لومړۍ نخښې دي".

د اسلام اباد د مرستيال کمشنر دفتر په ټویټر ویلي، "علاقه پاکه کړی شوې، بېرغونه لرې کړی شوي، مقدمه درج شوې او نومونه د ترهګرۍ ضد فورت شيډول کې اچول شوي دي".

خبريال او څيړونکي اسماعيل خان په ټویټر ویلي،

"زه حېران يم چې د مولوي عبدالعزیز او جامعه حفصه پرضد څومره مقدمې درج شوي او بيا کوم ګام پورته شوی علاوه د دې نه چې دغه مقدمې بيا سيل کړی شوي دي".

په 15 اګست چې طالبانو کابل نيولی له هغې وروسته هم د اسلام اباد د سور جومات سره جوختې د جينکو مدرسې جامعه حفصه باندې د طالبانو سپين بېرغ ځړول شوی وو، او د اسلام اباد انتظامیې هغه وخت هم ويلي و د دغه کار کوونکو پرضد به قانوني چلند کولی شي.

د اسلام اباد سور جومات مخکنی خطيب مولانا عبدالعزيز چې د طالبانو او القاعده پلوي ګڼل کيږي. د جومات سره جوختې جامعه حفصه په کال 2007 په اسلام آباد کې د شریعت د نفاذ په حق کې او د موسیقۍ او د ځیني چینايي کاروبارونو خلاف ګامونه پیل کړې وو او تور يې پرې لګولی وو چې غیر شرعي کارونه کوي.

هم په کال 2007 کې د هغه وخت صدر او پوځي مشر پرویز مشرف د سور جومات پرضد د پوځي عملياتو امر کړی وو. حکومتي مامورینو په هغه وخت کې ويلي وو چې په جومات او د ښځو په مدرسه جامعه حفصه کې وسله والو پناه اخیستې ده.