شاته

جنوبي وزیرستان: ماين چاودنې تنکی ځوان ژوبل کړی، بل لور ته احتجاجي پرلت هم روان دی

په جنوبي وزیستان د ماين په چاودنه کې دولس کلن ماشوم په داسې حال کې ژوبل شوی چې په ځمکه کې ښخ ماین چاودنو ښکار کسانو احتجاجي پرلت په سیمه کې له تیرو دوه اونیو راهسې دوام لري.

په جنوبي وزيرستان کې د ماين چاودنې تازه پېښه د علاقې پولیسو تاييد کړې چې نن سحر د جنوبی وزیرستان د تیارزه تحصیل په خېسور علاقه کې شوې ده، یو دولس کلن ماشوم پکې ژوبل شوی او د درملنې لپاره په واڼه سیمه کې پوځي روغتون ته وړل شوی دی.

د علاقې یو تن مصطفی مسید وویل دغه پېشه نن سحر هغه وخت رامینځته شوې چې د علاقې فرحان نومې هلک د کور سره نزدې څاروي څرول.

هغه زیاته کړه په علاقه کې د لینډ ماین پېښې زیاتې شوي تیره میاشت هم یو ماشوم د لینډ ماین ښکار شوی او په دې دوی حکومتي چارواکي خبر کړي او د علاقې نه د لینډ ماینونو پاکولو غوښتنه يې کړې خو دا غوښتنه يې نه منل کیږي.

مصطفي وویل د علاقې خلک غریبانان دي څاروي څروي او په دې خپل معاش برابروي خو په علاقه کې دې ماینونو سخت پریشانه کړي دي.

په جنوبي وزيرستان کې په کال 2009م کې د پاکستان پوځ د تندلارو پرضد پوځي عمليات کړي خو ځايي خلک وايي د دغو عملياتو په مهال په سیمه کې په ځمکه کې ښخ بمونه پاتې شوي او وخت په وخت يې په خلکو چاودنې کیږي.

بل لور د وزيرستان سره تعلق لرونکو هغو کسانو چې په ماين چاودنو کې معذوره شوي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي، احتجاجي پرلت يې نن په 14 ورځ دوام لري او غوښتنې کوي چې حکومت دې دغو معذورانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

دغه احتجاجي پرلت په شپږم ستمبر د جنوبي وزيرستان په کوټکۍ سیمه کې د لسګونو په شمېره د لینډ ماین چاودنو کې معزوره شوي کسانو پېل کړې چې دا مهال سپینکۍ رغزې سیمه ته رسدلي او وايي که په علاقه کې يې غوښتنې نه منل کیږي بیا اسلام اباد ته احتجاجي لاریون کوي.

تیر ورځ انتظامیه ویلي وو د احتجاج کوونکو سره يې لیدلي او دوی ته يې د غوښتنو منلو باور ورکړی خو د پي ټي اېم فعال رحمت شاه مسيد وايي انتظامیه دوی ته ویلي چې تاسو احتجاج ختم کړئ غوښتنې يې اعلا حکومتي چارواکو ته لیږل شوي دي.

هغع وویل تر څو دوی ته د غوښتنو منلو پوره باوري ځواب نه وي تر لاسه شوی د دوی اسلام اباد ته د لاریون کولو پریکړه په ځای ده.

په احتجاجي پرلت ناست کسان څلور غوښتنې کوي.

یوه دا چې لېنډ ماينونه يا په ځمکه کې ښخ ماينونه دې په مکمله توګه پاک کړی شي، د ماین چاودنو ښکار کسانو ته دې د علاج لپاره مرستې ورکړل شي، دوی ته دې نوکرۍ یا وظیفې ورکړل شي او څلورمه غوښتنه کوي چې د کومو کسانو د څارو تاوان شوی هغه تاوان دې ورته ورکړی شي.

د سیمې مرستیال کمشنر فرحان خان وویل کره شمېره نه لري خو چې څومره کسان د لینډ ماین چاودنو ښکار شوي، په علاقه کې په زیات شمېر سره دا رقم چاودنې شوي او خلک يې اغېزمن کړي دي.

د نوموړي په وېنا د ماين چاودنو اغېزنو ته یو خصوصي سند يا سرټيفيکېټ ورکول کيږي د هغې اندراج په شناختي کارډ کې کولی شي او چې کله نوکرۍ ورکول کيږي دغو کسانو ته پکې ځانګړې پاملرنه کولی شي.

هغه وویل د پالیسی سره سم دې لینډ ماین چاودنو ښکار کسانو علاج او امدادي مرستې کیږي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په سیمه کې د ماین پاکۍ غوښتنه کوي او وايي يواځې د جنوبي وزیرستان په دوه سب ډویژنو لدها او سروکۍ کې د 2016 نه را په دېخوا د 300 نه زیات کسان د لېنډ ماین چاودنو ښکار شوي چې پکې زیاته شمېره د زنانه او ماشومانو دی. او په زياته شمېره کې پکې د خلکو څاروي او ځنګلي ځناور هم مړه شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.