شاته

د ملګروملتونو په راتلونکې غونډه کې به په افغانستان، موسمي بدلون او کورونا باندې خبرې کېږي

واشنګټن – افغانستان، موسمي بدلون او د کورونا وبا هغه مسلې دي چې د ملګروملتونو د راتلونکې اونۍ په غونډه کې به پرې په نیویارک کې خبرې وشي.

دا له یو کال ځنډ وروسته د ملګروملتونو د غړو ترمنځ مخامخ غونډه ده.

په دې وروستیو اونیو کې د افغانستان حالاتو د نړۍ پام هغه وخت ځان ته راواړوه چې حکومت پکې سقوط وکړ، طالبانو په کابل کې واک ترلاسه کړ او د امریکا پوځ په افغانستان کې خپل ۲۰ کلن ماموریت پای ته ورساوه.

له دغه ناڅاپي بدلون او ګډوډۍ سره په زرګونو وېرېدلي افغانان چې د امریکا له پوځ او د ناټو له غړو هېوادونو سره یې کار کړی وو د طالبانو لخوا د ځپل کېدو له وېرې له هېواد څخه ووتل او لا هم دا بهیر دوام لري.‌

دغه حالت د بایډن د ادارې په بهرني سیاست کې ښکاري او د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن وايي، دوی ته له افغانستان څخه د وتلو نېټه په میراث کې پاتې شوې خو د ټرمپ د ادارې لخوا ورته کوم پلان نه وو نیول شوی.

اوس ملګري ملتونه خپل ځان په یو سخت حالت کې ویني او هڅه کوي چې له هغو ۱۸ میلیونو افغانانو سره مرسته وکړي چې د کلونو جګړو، وچکالۍ او کورونا څخه وروسته سخت مرستو ته اړتیا لری.

له همدې امله د نړۍ بډایه هېوادنو د ګل یا دوشنبې په ورځ له افغانانو سره د بشري مرستې او د کډوالو د نوي بحران د مخنیوي لپاره د ۱.۲ بیلینه ډالرو د مرستې ژمنه وکړه.

د لویدیځ حکومتونه په ځانګړې توګه اندېښنه لري چې طالبان به په ښځو، جونو باندې سخت بندیزونه ولګوي او د تېرې ۲۰ کلنې دورې لاسته راوړنې به له منځه ولاړې شي.

د ملګروملتونو د امنیت شورا د پنځو دایمې غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم د یوې غونډې پلان لري چې له شک پرته افغانستان به یې هم په اجندا کې وي.

کورونا وبا او د م.م غونډې:

د کورونا وایرس له امله په ملګروملتونو کې اکثره کارونه انلاین بڼې ته اوښتي وو او د تېر سپټمبر پورې هم دا خطرناګ ګڼل کېدل چې تر ۲۰۰ پورې ولسمشران او لومړي وزیران له یو بل سره څنګ په څنګ په یوه غونډه راټول شي.

واکسینونو دا مرسته وکړه چې اوس په وړه کچه غونډې وشي خو بیا هم د ډلټا ډول له امله ښايي اکثره مشران تر وروستۍ دقیقې پورې خپله پرېکړه وکړي.

مشرانو ته دا لاره هم پرانېستې ده چې په کورونو کې پاتې شي او خپل ویډیو پیغام واستوي او ۵۰ مشران داسې پلان لري.

اکثره دغه مشران له غریبو هېوادونو څخه دي چې لا تر اوسه هم ورته کافي واکسین نه دی رسېدلی.

د ملګروملتونو سرمنشي انټوني کوټریش په دې وروستیو کې خبریالانو ته ویلي، "هغه څه ته چې مونږ اړتیا لرو هغه د واکسین ورکولو نړیوال پلان دی او مونږ هغو ته اړتیا لرو چې په نړۍ کې قدرت لري تر څو په مساوی توګه د واکسینونو په رسولو کې مرسته وکړي."

د روغتیا نړیوالې ادارې هدف ټاکلی چې د نړۍ لږ تر لږه ۴۰ فیصده وګړي به د دې کال تر پایه پورې واکسین شي او ۷۰ فیصده وګړي د راتلونکې کال تر نیمايي‌ پورې.

تر اوسه پورې په نړۍ کې ۵.۷ بیلینه ډوزه واکسین خلکو ته ورکړل شوی چې له دغې جملې څخه ۲۶۰ میلیونه یې د کواکس پرورګرام له لیارې خلکو ته رسېدلی.

موسمي بدلون:

بل پلو نړۍ د موسمي بدلون په اړه له هغو ژمنو سره لا سمه نه ده روانه کومې یې چې د ۲۰۱۵ کال د پاریس په غونډه کې کړې وې چې د نړۍ د تودوخې بهیر به ورو کوي.

ګوټېرېش د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، "مونږ نه وخت رېښتیا هم خلاص شوی دی. مونږ باید اوس اقدام وکړو ترڅو له لا نورې ویجاړۍ څخه مخنیوي وکړو.

په نومبر کې به د نړۍ مشران د سکاټېلېنډ په ګلاسګو کې سره کښیني تر څو د پاریس په غونډه کې د جوړو شویو اهدافو په وړاندې خنډونه لېرې کړي.‌

د دې ترڅنګ په ایتوپیا کې د قحطۍ، په میانمار کې د پوځي کودتا، په یمن کې د ولږې، د سوریې د جګړې او د لیبنان د اقتصادي ستونزو په اړه به خبرې وشي.‌