شاته

د جنوبي وزیرستان د ماين چاودنو اغېزمنو اسلام اباد ته لاریون پېل کړی خو په لار کې ودرول شوي

په جنوبي وزیرستان کې د ماین چاودنو ښکار شوو کسانو احتجاجي پرلت نن په 13 ورځ دوام لري دغه احتجاج کوونکي وایي په علاقه کې يې غوښتنې نه منل کېدو وروسته اسلام اباد ته لاریون پېل کړی خو په سپینکۍ رغزي سیمه کې له تیرو دو ورځو نه د امنیتي سرتیرو په چیک پوسته ودرول شوي دي.

انتظامیه وايي دې احتجاج کوونکو سره خبرې روانې دي او غوښتې يې اورېدل کيږي.

د پرلت یو ګډون وال رحمت شاه وویل که په علاقه کې يې غوښتې نه منل کیږي بیا د اسلام اباد پریکړه په ځای ده هغه وویل په علاقه کې انتظامیې دوی ته ویلي چې پینځه ورځو کې به دوی ته غوښتنو په اړوند ځواب ویل شي خو په علاقه کې لس ورځې احتجاج کولو وروسته هم دوی ته څه ځواب نه دی ویل شوی؟

هغه وویل دوی څلور غوښتنې کوي.

یو دا چې لېنډ ماينونه يا په ځمکه کې ښخ ماينونه دې په مکمله توګه پاک کړی شي، د ماین چاودنو ښکار کسانو ته دې د علاج لپاره مرستې ورکړل شي، دوی ته دې نوکرۍ یا وظیفې ورکړل شي او څلورمه غوښتنه کوي چې د کومو کسانو د څارو تاوان شوی هغه تاوان دې ورته ورکړی شي.

د قبايلي ضلعې جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکو هغو کسانو چې په ماين چاودنو کې معذوره شوي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي، د شپږم ستمبر نه احتجاحي پرلت پېل کړی او د سیمې نه د جينکو ماشومانو ترڅنګ زنانه او نور ګڼ کسان هم په دې کې شامل دي.

تیره ورځ وي او ډیوه ته یوه ویډیو تر لاسه شوې چې پکې ټانکورونه په لاس چې ډېرو ته پکې پلاسټکي پښې هم لګېدلي دي. په پښو روان دي او احتجاجي شعارونه هم کوي.

په احتحاجي پرلت کې ګډون کوونکي طاوس جان وویل په خپله د ماين چاودنې ښکار شوی او یو پښه ترې پرې شوې هغه وویل هغه د ټرک ډریوار وو کله نه چې د ماین چاودنې ښکار شوی په کور ناست دی.

هغه وویل په ټانکور يا ټنډۍ ګرځي او هیڅ کار روزګار نشي کولی او نه ورسره حکومت تر اوسه څه امدادي مرستې کړي دي.

به احتجاج کې برخه اخستونکې د ستر عمر یوې ښځې وویل، دوی د دې دپاره احتجاج کوي، چې حکومت دوی ته ځانګړې پام لرنه وکړي او علاقې نه د مایننو پاکولو سره دوی د علاج ، او مرستو انتظام برابر کړي.

په جنوبي وزيرستان کې په کال 2009م کې د پاکستان پوځ د تندلارو پرضد پوځي عمليات کړي خو ځايي خلک وايي د دغو عملياتو په مهال په سیمه کې په ځمکه کې ښخ بمونه پاتې شوي او وخت په وخت يې په خلکو چاودنې کیږي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په سیمه کې د ماین پاکۍ غوښتنه کوي او وايي يواځې د جنوبي وزیرستان په دوه سب ډویژنو لدها او سروکۍ کې د 2016 نه را په دېخوا د 300 نه زیات کسان د لېنډ ماین چاودنو ښکار شوي چې پکې زیاته شمېره د زنانه او ماشومانو دی. او په زياته شمېره کې پکې د خلکو څاروي او ځنګلي ځناور هم مړه شوي دي.

انتظامیه دا پېښې تایيدوي او وایي احتجاج کونکو غوښتنې د صوبې اعلا حکومتي چارواکو سره شریکې کړي دي.

وي او اې ډيوه د انتظامي مشر خالد اقبال سره د رابطې هڅه کړې خو د انتظامیې دفتر نه دومره ځواب شوی چې د احتجاج کوونکو سره خبرې روانې دي غوښتنې يې اورېدل شوي دي، خو تراوسه دغه خبرې نه دي کاميابې شوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.