شاته

روسیې ته د یوه امریکايي تبعه پر داخلېدو بندیز لګېدلی

د مسکو لپاره د متحده ایالاتو پخوانی سفیر مایکل مک فویل وايي، روسيې ته دده په داخلېدو بندیز لګېدلی دی.

نوموړي تېره ورځ پر خپله ټویټر پاڼه وویل چې ده ته خبر ورکړل شوی چې د روسيې په تور لیست کې دی او کریملن پرې روسيې ته په سفر بندیز لګولی دی.

مایکل مک فویل وايي ده ته ویل شوي چې دا بندیز پرې ځکه لګول شوی چې له ولسمشر باراک اوباما سره نږدې اړیکې لري.

د متحده ایالاتو او روسيې ترمنځ اړیکې په ۲۰۱۴ کال کې هغه مهال بحراني شوي چې روسيې کریمیا ټاپوزومه له خپلې خاورې سره الحاق کړه.

امریکا او غربي متحدانو يې د روسيې دا ګام وغنده او کریمیا اوس هم د اوکراین خاوره بولي.