شاته

د کابل هوايي اډې سره نزدې راکټې داغل شوي دي، راپورونه

راپورونه وايي د کابل د حامد کرزي هوايي اډې سره نزدې راکټې داغل شوي دي، په سمدستي ډول امریکايي چارواکو په دغه اړه څه نه دي ویلي.

اېسوسي اېټډ پرېس ويلي نن د ګل/دوشنبې په ورځ (30 اګست) د حامد کرزي هوايي اډې سره نزدې راکټې داغل شوي او عېني شاهدينو ویلي د درېو چاودنو اوازونه يې اورېدلي دي.

ویل شوي د راکټو داغل کېدو وروسته د اور لمبې ليدل شوي او خلک د کورونو نه وتلي دي.

په عېن حال کې چې د دغو راکټو داغلو خبرونه مخې ته راغلي راپورونه وايي د کابل د هوايي اډې څخه امریکايي الوتنې روانې دي او امریکايي چارواکو په سمدستي ډول د راکټو په اړوند څه نه دي ویلي.

اې پي ویلي، سپينې ماڼۍ صدر جوبايډن ته د راکټو داغلو په اړه احوال ورکړی شوی دی.

په کابل کې د راکټو داغل کېدو خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې پرون د اتوار په ورځ د امریکا هوايي ځواک په کابل کې يو ګاډی په هوايي بريد کې تباه کړی چې د داعش (خراسان) لخوا دغه ګاډی د حامد کرزي هوايي اډې ته ګواښ وو.

د تير زيارت/ پنجشنبې په ورځ د کابل په هوايي اډه ځانمرګی بريد شوی وو، نيويارک ټايمز، اېسوسي اېټډ پرېس او افغان پژواک خبري ادارې ویلي وو د کابل په ځانمرګي بريد کې د 170 پورې افغانان او 13 امریکايي سرتيري وژل شوي وو.

دغه بريد په داسې حال کې شوی وو چې په ګڼ شمېر کې خلک د کابل په هوايي اډه راټول شوي چې د ملک څخه بهر ووځي.

د ياد بريد زمه واري داعش ډلې منلې وه او امریکا د دغه بريد د غچ/ بدل اخستو ويلي وو.

وروسته امریکا ويلي په ننګرهار کې يې په بې پايلټه ډرون برید کې د داعش ډلې سره تړاو لرونکی د بريد پلان کوونکی په هدف کړی دی.

او بيا د کابل په هوايي اډه د بريد د ګواښ خبرداری ورکړی شوی وو.