شاته

محسن داوړ: په لومړي ستمبر نوی ګوند اعلانوو، څيړونکي دغه ګوند ته په کوم نظر ګوري؟

د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ويلي، د ستمبر په وړومبۍ نېټه په رسمي ډول د سياسي ګوند اعلان کوي.

نوموړي په ټویټر ویلي،

"په ټول هیواد کې د ملګرو او ملاتړ کونکو سره د یو لړ رسمي مشورو وروسته ، موږ پریکړه وکړه چې یو سیاسي ګوند جوړ کړو. موږ به د سپتمبر په لومړۍ نیټه په پیښور کې ګوند اعلان کوو. موږ به د دې نوي پلیټ فارم له لارې د حقونو او انصاف لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوو".

د نوي سياسي ګوند جوړېدو په اړه د سياسي چارو پوهان او څېړونکي وايي چې د وړاندې نه موجودو ملت پاله ګوندونو باندې دغه تور دی چې هغه د خاندانونو د تسلط لاندي دي خو نوی ګوند که د دغه اثر نه ازاده وي نو دا به د جمهوري پرمختګ دپاره ډير غوره وي.

دوی دا ګام د پښتون قوم او یو والي دپاره ګټور نه بولي او وايي چې بايد ټول ملت پاله ګوندونه په پارټيو کې د نور تقسيمدو په ځای په يوه خبره رایوځای نقطه راجمع شي کوم چې به د پښتون قام په ګټه وی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عبدالله ننګيال وويل چې په ټولو پښتون مېشتو سيمو کې يو سياسي خلا موجوده وه ځکه د تحريک غړو په جمهوري سياست کې برخې اخېستو له پاره سياسي ګوند جوړولو له پاره ګام پورته کړو د کوم د بېرغ او نوم به چې ډير زر ښکاره کړل شي.

" په يکم تاريخ مونږه د نوي سياسي ګوند اعلان کوو، مونږه غواړو چې داسې يو تنظيم مخې ته راوړو چې هغه د خالص جمهوري وي او هغه د چا جاګير نه وي، دوېمه دا چې ځوانانو ته نمائندګي مېلاو شي او درېمه دا چې مېډل اربن کلاس يا په ښارونو کې منځنۍ طبقې خلکو ته هم د نمائنده ګۍ حق ترلاسه شي".

په پېښور پوهنتون کې د مطالعه پاکستان د څانګې مشر پروفېسر ډاکټر فخرلا سلام وي او اې سره په خبرو کې وويل چې د وړاندې نه کوم موجود ملت پاله ګوندونه دي په هغوی د يو څو خاندانونو اثر انداز کېدو تور لګول کيږي خو نوې سياسي پارټۍ کې د دغې خبرې امکان شتون نه لري کوم به چې د جمهوري نظام له پاره غوره وي.

" موجوده چې کومې د پښتنو د حقونو له پاره کار کوونکې پارټيانې دي نو د هغوی نه د خلکو يو شکايت دا دی چې په هغې باندې د خاندانونو تسلط دی، او چې کومه نوې پارټي مخې ته راځي نو د دې په باره کې امکان دا لري چې دغلته به خانداني سياست غلبه نه وي نو دا يو فرق به مخې ته راځي، او د دې په بنياد به بيا د دغه موجوده پارټيانو مسابقه وي، نو دا به يو مثبت سياسي پرمختګ اړخ ته دا خبره ځي."

وي او ای ډيوه سره خبرو کې د پېښور پوهنتون د صنفي زده کړو د څانګې استاد پروفېسر دروېش افريدی وايي چې د دې نه وړاندې هم د سياسي پارټو نه خفه غړو د ځان له پاره پارټۍ جوړې کړي او بيا يو ځای شوي دي خو دی وايي چې د نوې پارټو په وجود کې راتلل يو ښه ګام نه دی بلکې ټولو سياسي پارټو ته په يو نقطه جمع کېدل مهم دي.

" زه اوس هم فکر نه کوم چې دا نوی ګوند به يو لوی ګواښ به د غټو پارټو دپاره وي، او دا زه ښه هم نه ګڼم د پښتونخوا قامي سياست لپاره، چې قامي سياست په نورو ډلو کې ويشلی شي، او زمونږه ضرورت دی چې پوښتانه د يو شريک پلېټ فارم نه چې دوی په وړو نقطو راجمع کېدلی شي او دوي پرې سياست ورکړي".

په وروستيو کې چې د پي ټي اېم د فعالو مخکښانو لکه محسن داوړ چې د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی هم دی او نورو لخوا داسې ويل شوي وو چې سياسي ګوند جوړوي د پي ټي اېم مشر منظور پشتين هغه وخت د ګوند جوړېدو په اړه ويلي وو چې اول دغه ګوند اعلان شي دوی يې په ايجنډا خبر شي له هغې وروسته پرې خپل نظر شریکوي.