شاته

ميرعلي کې د نور اسلام داوړ د وژنې او نا امنۍ پرضد احتجاجي مظاهره شوې

په شمالی وزیرستان کې د یوت اف وزیرستان، پښتون ژغورنې غورځنګ، د سیاسي ګوندونو او ځايي مشرانو احتجاجي مظاهره کړې چې پکې د نور اسلام داوړ په وژنه کې ککړ کسانو مالومولو او هغوی د ته سزا ورکولو سره په علاقه کې د هدفي وژنو او نورې ناامنۍ د پېښو د مخنیوي دپاره په ټینګار غوښتنه شوې ده.

نور اسلام داوړ د شمالی وزیرستان د ځوانانو تحریک "یوت اف وزیرستان" مشر وه او د جمعې په ماښام نامالومه کسانو په ډزو وژلی وو.

د یوت اف وزیرستان مشر وقار داوړ وايي په علاقه کې د ضرب عضب عملیاتو نه را په دېخوا د هدفي وژنو دا 404م پیښه وه او په دې هدفي وژنو کې زیاتره د علاقې هغه مخور مشران، تعلیم یافته ځوانان، افسران او زنانه وژل شوې دي چې د علاقې د ترقۍ او امن خبره به يې کوله.

هغه وویل دوی بیا بیا د دې ناامنۍ پرضد احتجاجي مظاهرې کړې او د مخنيوي غوښتنې يې خو ورځ تر بلې د ناامنۍ په پېښو کې زیاتوالی ليدل کيږي، ي چې اوس پکې د دوی د تحریک کسان هم وژل کیږي. خو د دې د مخنوي لپاره هیڅ ډول ګامونه نه پورته کیږي او نه تر اوسه په دې یوه پیښه کې ککړ کسان معلوم کړی شوي چې هغوي ته سزا ورکړی شوي وي.

د علاقې نه د قامي پارلیمان غړي محسن داوړ ويلي ترهګر د یو منصوبې لاندې د افغانستان لپاره ساتل کیږي په تیرو وختونو کې به حکومت دا دریځ خپلولو چې د دوی تر شاه د هند او افغانستان استخبارتي ادارې دي خو په افغانستان کې د طالبانو د راتلو ورسته بیا هم د نا امنۍ پېښې کیږي چې د تشویش وړ خبره ده او پوښتنې راپورته کوي هغه وویل په دې اړوند یې بیا بیا د حکومتي او پوځي چارواکو نه پوښتلی اوپه پارلیمان کې غږ کړی خو دوی ته ځواب نه ویل کیږي.

هغه زیاته کړه د ناامنۍ له مینځه وړلو په ځای په دوی د بهر هېوادونو نه د پېسو اخستلو تورونه لګول کیږي.

د پښتون ژغورنې غورخنګ مشر منظور پشتین په دې پېښه د تشویش څرګندونه وکړه او وویل نور اسلام داوړ د نا امنۍ پرضد یوه مضبوط او توانا اواز وو خو تر اوسه د هغه د وژنې مقدمه نه ده درج کړی شوې. هغه وویل مونږ امن وغوښتلو دلته د امن په نوم د دوی ملګري وژل کیږي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، مونږ د ترهګرۍ ختمول وغوښتل دوی نوره ترهګري خوره کړه.

مونږ غوښتنه وکړه چې د نقیب وژنه دې د پښتنو اخرنۍ وژنه وي خو دلته نور مرګونه کول شروع شول.

هغه وويل په دې څو ورځو کې دوی په ملکي او نړیواله کچه د احتجاج کولو تګلاره جوړوي او د نړۍ هغه ملکونو یا تنظیمونه چې د انساني حقونو د تحفظ خبره کوي هغه دې د دوی غږ واوري ځکه چې دلته د پښتنو نسل وژنه روانه ده او ریاست د دې مخنيوی نه کوي.

وي او اې ډيوه په دې اړوند د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر شفیع الله ګنډاپور سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی خو د خالي په ورځ د میر علي تاڼې پولیسو مشر ریاص نور ویلي وو د داوړ کورنۍ مقدمه نه درج کوي او پولیس په خپل مدعیت کې قدمه د ترهګرۍ پرضد پولیسو ته لېږلې او پلټنې يې پیل کړې دي.

په سیمه کې یو امنيتي چارواکي وویل د ضرب عضب عملیاتو وروسته د وسله والو يا تندلارو کوم ښکاره مرکزونه نشته او د پولې پورې غاړې افغانستان د لوري راشي برید وکړي بیا وتښتي.

هغه وویل په علاقه کې چې د کوم ځای نه د وسله والو د شتون مالومات ترلاسه کیږي دوی هلته د پټو استخباراتي مالوماتو به په اساس عملیات کوي چې پکې یو شمېر مهم وسله وال وژل شوي او امنیتي سرتیرو ته هم مرګ ژوبلې اړول شوي دي.

هغه وویل په دې کې لوی خنډ د خلکو لخوا مرستې نه کول دي او چې کله هم دوی د داسې قسمه پېښو وروسته د شک په بنیاد څوک ګرفتار کړي یا د لټون عملیات کوي بیا دوی احتجاجونه کوي چې له وجې يې ترهګرو ته بیا په خلاص مټ لاس رسی نه لري.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.