شاته

قریشي:که افغانستان یوازې پرېښودل شو نقصان به یې ټولو ته وي

دپاکستان دبهرنیو چاروز وزیر شاه محمود قریشي وایي که په افغانستان کې وضعیت دګډوډۍ لوري ته ځي نو له پایلو به یې ټول اغېزمن کیږي ځکه مونږ ته دتیر وخت نه سبق اخستل پکار دي.

دشنبې په وځ خپل یو بیان کې چې دپاکستان بیلابیلو رسنیو خپور کړی، ښاغلي قریشي ویلي که چرې دافغانستان له لوري مثبت پیغام مخې ته راځي نو باید ډاډګیرنه یې وشي اؤ که چرې دغه هیواد یوازې پرېښودل شو نو ټولو ته به یې تاوان رسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان دطالبانو له قبضې وروسته نړیواله ټولنه په طالبانو ټینګار کوي چې په دغه هیواد کې باید دبشري حقونو درناوي وکړي اؤ دافغانانو سر و مال خوندي وساتي.

په نزدې ورځو کې په ټولنیزو رسنیو داسې ګڼ شمیر ویډیوګانې مخې ته راغلي چې طالبان پکې دملي بیرغ په پورته کولو په خلکو ډزې اؤ تشدد کوي اؤ هم په بازارونو کې ملکي خلک په لښتو یا لوړو وهي.

خو طالبان وایي چې دوئ په هیچا تیری نه کوي اؤ په افغانستان کې به د دوئ د واکمنۍ په مهال دهرچا حقونه خوندي وي.

شاه محمود قریشي وایي دطالبانو مشران دهرچا سره په تماس کې دي اؤ دافغانستان خلک نور پخپله خاوره امن ته لیواله دي ځګه چې هغوئ دماضي دتیروتنو له امله نن هم په اور کې ولاړ دي.

دبهرنیو چارو وزیر پخپل بیان کې ویلي چې په تیرو وختونو کې کومې تیروتنې دافغانستان په اړه شوي اوس باید دهغې نه زده کړه وشي اؤ دافغانستان څخه راپورته کیدونکي مثبت غږ ته غوږ ونیول شي اؤ که چرې دا هیواد یو ځل بیا یوازې پرېښودل شي نو دا به د ټولو په تاوان وي.

هغه ویلی پاکستان افغانستان سره خپلې پولې نه دي تړلي بلکې دپولې دڅارنې دپاره یې ګامونه اخستي اؤ اؤ نړۍ افغانستان کې دپاکستان دمنځګړتوب دهڅو درناوی کوي.

تر دې یوه ورځ وړاندې دقامي سلامتۍ دپاره دپاکستان د وزیراعظم سلاکار معید یوسف هم پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ طالبان اوس ټول افغانستان په لاس کې لري اؤ دا دلویدیزو هیوادونو سره موقعه ده چې هغوئ دطالبانو په تسلیمولو سره هغوئ غوره لارې ته راوبلي.

خو په عین حال کې امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ پخپل یو رپورټ کې لیکلي چې امریکې استخباراتي ادارې په دې باور دي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي شبکو له کلونو راهسې د طالبانو ملاتړ کړی دی.

واشنګټن پوسټ دبشري حقونو دنړیوال تنظیم هیومن رایټس واچ له قوله لیکلي چې دپاکستان لخوا طالبانو سره په کیدونکي ملاتړ کې دوئ ته وسلې اؤ پیسې ورکول ،ډیپلوماتیک ملاتړ ،د طالب وسله والو روزنه اؤ حتی دهغوئ د مستقیم جنګي ملاتړ شامل دي.

پاکستان په داسې حال کې دطالبانو دملاتړ ، روزنې اؤ هغوئ سره دمرستو تورونه ردوي چې په دې وروستیو کې ددې هیواد دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد هم پخپله منلې ده چې دافغان طالب مشرانو کورونه په پاکستان کې دي اؤ تر دې چې هغوئ علاج هم دپاکستان څخه کوي .

خو دپاکستان پوځ اؤ حکومت بیا دا هم وایي چې افغانستان کې دخپلې خوښې کومه ځانګړې ډله نه لري بلکې یوازینی مقصد یې په دغه هیواد کې دسولې اؤ امن ټینګیدل دي