شاته

طالبان:حامدکرزی اؤ عبدالله دنظارت لاندې نه دي،اشرف غني هم هیواد ته راتلی شي

طالبان وایي دافغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی اؤ ډاکټرعبدالله عبدالله دنظارت لاندې نه دي اؤ دحالاتو په سمیدو چې دوئ چرته وغواړي سفرونه کولی شي.

دپاکستان دجیو ټي وي سره خبرو کې دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې طالبانو چې دټي ټي پي لخوا دپاکستان په ضد دجګړې معامله افغانستان پورې هیڅ اړه نه لري.

طالب ویاند دا هم ویلي دي چې د دوئ لخوا ټولو افغانانو ته عفوه اعلان شوې ده اؤ ددغه عفوې په اساس که اشرف غني هم هیواد ته راستون شي نو دلته خپل ژوند کولی شي.

په دغه مرکه کې چې کله د ذبیح الله مجاهد نه وپوښتلی شول چې دوئ به پاکستاني طالبانو ته یوازې دافغان خاورې دپاکستان په ضد دکارؤلو اجازه نه ورکوي که نه هغوئ به پاکستان کې له بریدونو هم منعې کوي؟ مجاهد وویل دوئ نړۍ سره ژمنه کړې چې دافغانستان خاوره هیڅوک دبل چا پرضد نه شي کارولی.

خو هغه واضحه کړه چې پاکستاني طالبان دپاکستان په ضد دجګړې نه منعې کول دافغانستان کار نه بلکې دپاکستان کار دی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکي اؤ میډیا پرله پسې دعوې کوي چې افغان طالبانو باور ورکړی چې ټي ټي‌ پي به دپاکستان په ضد جګړې ته نه پریږدي.

دافغانستان دبیلابیلو ولایتونو د واک اخستو په مهال طالبانو ګڼ شمیر زندانونه هم مات کړي وؤ اؤ رپورټونه وایي چې هغوئ دپاکستاني طالبانو دمرستیال مشر مولوي فقیرمحمد په شمول ګڼ شمیر پاکستاني طالبان اؤ دالقاعده جنګیالي د زندانونو نه خوشې کړې دي.

هغه وویل په افغانستان کې یوه اوږده موده جګړه وشوه اؤ په دې موده کې دننه په عرب هیوادونو کې هم ګڼ شمیر بدلونونه رامنتځته شوي دي ځکه نو هغه فکر کوي چې دالقاعده مشران اوس په افغانستان کې نشته اؤ خپلو وطنونو ته به ستانه شوي وي اوس دا اندېښنې بې ځایه دي چې القاعده به افغانستان کې بیا سر راپورته کړي.

کله چې د طالبانو د ویاند نه دحامد کرزي اؤ عبدالله عبدالله دنظارت په هکله پوښتنه وشوه نو هغه وویل دا دعوې حقیقت نه لري چې ګنې طالبانو دغه دواړه مشران دنظارت لاندې ساتلي دي.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو داسې اوازې مخې ته راغلې وې چې ګنې دافغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی اؤ دملي پخلاینې دشورا مشر عبدالله عبدالله طالبانو نظربند کړي دي.

طالب ویاند واضحه کړه چې اوس هیواد کې حالت خراب دي اؤ طالبانو یوازې دهغوئ دامنیت په خاطر ورته خپل څه کسان ودرولي دي خو کله چې حالات ښه شي نو نه یوازې حامد کرزی اؤ عبدالله بلکې هر افغان چې چرته هم وغواړي تګ راتګ کولی شي.

هغه وویل طالبانو چې افغانانو ته کومه عامه عفوه یا بخښنه اعلان کړې ده دهغې له مخې که حتی اشرف غني هم خپل هیواد ته راستنیدل غواړي نو دلته راتلی اؤ ژوند کولی شي.

دطالبانو ویاند زیاته کړې ده چې دوئ نړۍ سره کومې ژمنې کړې دي په هغې ولاړ دي اؤ د افغانستان دخاورې نه به دګاونډیانو په شمول هیچاته کوم ګواښ نه پېښیږي