شاته

پاکستان کې ایسار۱۱زره افغانان په تورخم خپل هیواد ته اوښتي

دطالبانو لخوا دکابل اؤ نورو ولایتونو له نیولو وروسته تورخم په پوله ۱۱زره هاغه افغانان چې دبیلابیلو علتونو له امله پاکستان کښې ایسار وؤ خپل هیواد ته بېرته ستانه شوي دي.

سرکاري شمېرې ښایي په دې ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ پاکستانیان هم دافغانستان څخه خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

دپخوا په پرتله اوس پاکستان افغانانو له پاکستان ته د راتګ اجازه نه ورکوي اؤ دغه راز د مئ میاشتې اتمې نیټې نه را پدیخوا د دواړه ګاونډي هیوادونو ترمنځه عمومي تګ راتګ تړل شوي البته دوه اړخیزه تجارتي هلې ځلې فعاله دي.

پاکستان اعلان کړی ؤ چې دافغانستان له اړخه پاکستان ته دکرونا وایرس دمخنیوي په غرض یې په عمومي تګ راتګ بندیز لګولی خو اوس دطالبانو بیا په واک کښې له راتلو وروسته حکومت اعلان کړی چې د افغانستان له اړخه دتازه کډوالو دمخنیوي د پاره یې دغه بندیز تر نامعلومه مودې غځولی دی.

خو دتورخم د لارې چې کوم افغانان بېرته خپل هیواد ته ځي هغوئ تورونه لګوي چې د ایمیګریشن اؤ نادرا له اړخه دوئ له دتګ داجازت ورکولو باوجود دغلته دنیشنل لاجسټک سیل یا NLC مامورین دوئ په یوه یا بله بهانه ایساروي,

دوئ وایي چې د این ایل سي مامورین دوئ بې ځایه ځوروي اؤ بیا د بډو رشوتونو اخستو په بدل کې دیو اوږد اؤ زړه چاودونکي انتظار نه وروسته تګ ته پریښودل کیږي حالانکې د دوئ ټول سفري اسناد سم اؤ قانوني وي.

وي او ای ډیوه چې کله په دې اړه په تورخم کښې موجود د ایمیګریشن اؤ نادرا دفترونو کښې کار کوونکو مامورینو نه پوښتنې وکړې نو هغوئ هم ددې خبرې پخلی وکړو چې ګڼ شمیر داسې افغانان چې خپل هیواد ته دتلو هېله من وي اؤ ټول اسناد یې هم سم وي خو ولې بیا یې هم د NLC مامورین را ایساروي.

دغه کسانو دخپلو نومونو نه ښودلو په شرط ډیوه ته وویل چې د ایمیګریشن عملې نه پرته بلې هیڅ کومې حکومتي ادارې سره دا واک نشته چې یو قانوني سفری اسناد لرونکی غیر پاکستانی دې خپل هیواد ته د تګ نه منعې کړي.

په تورخم کښي موجود ځینې ځایي اوسیدونکو اؤ مزدورکارانو هم دا خبره تايد کړه چې د NLC مامورین دغلته دځینو ځایي ایجنټانو په ذریعه د شتمنو افغانانو نه د بېرته تګ داجازت په عوض کې د یو تن پسر د پینځوؤ زرو نه واخله تر دیرشو زرو کالدارو پورې بډې اخلي اؤ چې بیا دچا سره زنانه اؤ ماشومان وي نو هغوئ ډیر ځورولی شي ترڅو هغوئ په زیات رشوت ورکولو مجبوره کړي.

قاری نظیم الله, چې یو ځایي تاجر اؤ د کسټم کلیرنګ ایجنټ دی ,وایي چې د NLC یوازې دا ذمه واری ده چې هغوئ ټرانسپورټرانو له په کسټم ټرمینل کښې د یو ټیکیدار په حیثیت اسانتیاوې ورکړي , نه چې هغوئ دې د ایمیګریشن اؤ کسټم کلیرنس وظیفه هم په غیر قانوني توګه تر لاسه کړي.

د هغه په وینا د NLC دمامورینو ددغه رویې له امله بېرته تلونکي افغانان نه یوازې ډیر ځورؤل کیږي بلکې هغوئ د پاکستان نه هم زړه توري شي.

په دغه موضوع چې کله وي او ای ډيوه په تورخم کښي د NLC جنرل منیجر ریټايرډ کرنل عزیز سره رابطه وکړه نو هغه په خپله اداره لګول شوي دا ټول تورونه په سختۍ سره رد کړل او وئ ویل چې هغه به هیچا له اجازت ورنکړي چې د چانه بډې رشتونه واخلي.

هغه زیاته کړه چې د زیاتره ستنېدونکو افغانانو تذکره یا افغان شناختي کارډ جعلي وي نو ځکه یې د هغه عمله را ایساروي خو هغه ددې خبرې وضاحت ونه کړی شو چې د سفری اسنادو کتنه د NLC نه بلکې د ایمیګریشن عملې کار دی کومه چې په تورخم کښي موجود ده.

په تورخم کښې موجودو د ایمیګریشن اؤ فیډرل انوسټی ګیشن اتهارټی یا FIA مامورینو څو څو وارې د NLC دمامورینو لخوا ددوئ په کار کښې دبې ځایه مداخلې په ضد احتجاج اؤ شکایتونه هم کړي خو ترا اوسه یې څه پایلې مخې ته نه دي راغلي.

بل اړخ ته دطالبانو لخوا دکابل نیولو نه وروسته په افغانستان کښې د غیر یقینی حالاتو له امله زیاترو پاکستاني تاجرانو افغانستان سره دخپل روان تجارت نه په عارضي توګه لاس اخستی اؤ هم دغه وجه ده چې دا مهال دتورخم د لارې افغانستان ته د پاکستاني تجارتي توکو او د امروزه استعمال دشیانو صادرات یا ایکسپورټ تر ډیره حده کم شوی دی.

په تورخم کښي موجود دکسټم یا ګمرګ چارواکو هم ددې خبرې پخلی کړی خو هغوئ البته وایي چې په کابل کښې دحکومت جوړیدو روستو به بیا دغه لړۍ نوره هم فعاله شي.

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.