شاته

په افغانستان کې د 13 وژل شوو امريکايي پوځيانو په کورونو کې وير او غصه

واشنګټن ـــ سټيو نېکويي په وار خطايۍ سترګې د ټي وي شيشې ته په دې لټون کې نيولې وې چې په افغانستان کې د زيارت-پنجشنبې د ورځې په بمي چاودنو کې يې زوی لانس کارپورل کريم نېکويي ژوندی پاتې شوی که نه چې په دې کې درې امريکايي پوځیان يې په دروازه ودرېدل او دغه بد خبر يې ورته ورکړو.

دغه شل کلن پوځي په وژل شوو امريکايانو کې يو وو، هغه د مرګ نه يوه ورځ وړاندې کور ته داسې وېډيو لېږلې وه چې په کابل هواييډګر افغان ماشومانو ته خواږه ورکوي. په نورو کې يو تن داسې وو چې پلار جوړېدونکی وو، په پېشه پېرامېډیکس وو او د کېلیفورنيا د يو پوليس افسر زوی وو.

“هغه په هغه کال وزېږېده کوم کال چې دا جنګ ونښت او خپل ژوند يې د جنګ د ختمېدو سره ختم شو”. دا وينا د وژل شوي پوځي پلار سټيونېکویي په کېليفورنيا کې د خپل کور نه مېډيا ته وکړه. په افغانستان کې امريکايي پوځي اپرېشن په کال 2001 کې پيل شوی وو.

د امريکا دفاع وزارت لا د وژل شوو پوځيانو نومونه نه دي ښکاره کړي خو د کابل هوايي ډګر په بريدونو کې د مړو پوځيانو په اړه هله تفصيلات راتلل شروع شول چې د جمعې په ورځ يې کورنیو او دوستانو ته اطلاع ورکړل شوې ده.

داعش وسله والو د دغو بريدونو ذمه واري منلې او په داسې وخت کې يې کړي چې د طالبانو د قبضې وروسته امريکايي ځواکونه د افغانستان نه د امريکايي او نورو خارجه وګړو سره سره د څه افغانانو د ويستلو په کار بوخت وو.

د جمعې په ورځ نېکويي په دې انتظار وو چې څوک پوځي به يې کورته ورځي چې دی او مېرمن يې ډېلاوير هوايي ډګر ته د بوتللو د تفصيل نه خبر کړي چرته چې به په څو ورځو کې د هغه د زوی کريم نېکويي مړی راوړل کيږي.

نېکويي وايي هغه غصه دی:

هغه وايي “زه په ريښتيا ډېر مايوسه يم په کومه طريقه چې ولسمشر [بايډن] دا معامله وچلوله او د هغې نه ډېر د پوځ نه هم مایوسه یم چې هغوی دا څنګه تر سره کړه. ځايي کمانډرانو ته پکار وه چې دا يې ادراک کړی وی او د خطر مخه يې نيولې وای”.

په دغو وژل شویو پوځيانو کې يو د وايومينګ مرين [پوځي] ريلي ميک کولم وو چې واده یې کړی وو او د هغه د خور رويز د فېسبوک د اطلاع تر مخه زوی يې په درې اوونیو کې زېږېدونکی وو.

د ميک کولم خور وايي “هغه غوښتل چې ټول عمر د مرين په توګه تېر کړي او لا به يې په وړوکوالي هم په خپل ډایپرز کې ټوپک ټومبلی وو او د کاوبوای بوټان به يې په پښو کول”.

رويز ليکي، ورور يې غوښتل چې د پوځ نه د وتلو وروسته د تاريخ استاد جوړ شي او د پهلوانۍ د کوچ په توګه کار وکړي.

خوږ مشر ورور:

د نيوي مېډیکس د ميکس سووييک خور ميريلين د ورور په اړه په انسټاګرام ليکلي “زما ښایسته ورور چې ذهين وو، د خپل ژوند په غږ پسې روان وو, غصه راوستونکی وو او زړه راکښونکی تن وو پرون په داسې وخت کې ووژل شو چې د خلکو د ژوند ساتلو په کار لګيا و“.

د سووييک په انسټاګرام په تصويرونو کې کله هغه د سمندر په غاړه په خندا ليدل کيږي په کمرانو خېژي او د دوو ماشومانو سره ولاړ دی چې يې ورسره په کال 2019 کې ليکلي “نه يواځې مشر ورور يم بلکې زه يو خوږ مشر ورور يم”.

د هغه اخري بوږنوونکی پوسټ:

سووييک د جون په لسمه چې د دوه نورو پوځيانو سره د ټوپک په لاس ولاړ دي ليکلي “لا به وژنې لا به وژل کېږې. پکار ده چې د وژونکې ډلې جوړ شې”.

هنټر لوپېز چې 22 کلن وو يو بل پوځي چې په بريد کې وژل شوی د کېليفورنيا دپوليس څانګې د دوو افسرانو زوی وو، هغه په پلان کې لرله چې بيرته راشي د مور پلار په قدم لاړ شي او پوليس محکمې ته لاړ شي.

يادې چاودنې د سټاف سارجينټ ټيلر هوور ژوند هم واخست چې د يوټا ايالت وو، په اړه يې يوې خپلې برېټني جونز بارنېټ په فېسبوک ليکلي چې هغه يو مهربان او باتور سړی وو.

بارنېټ ليکلي “نړۍ يوه ريښتونې رڼا وبايلله. زمونږ زړونه مات دي. صدمه ده يقين مو نه راځي، ويره ده غم دی خفګان دی او غصه ده”.

د 22 کلن لانس کارپورل جيرډ شميټز پلار مارک شميټز په ميزوري کې يو ځايي رېډيو ته د خپل وژل شوي زوی په اړه معلومات ورکړي چې څومره هغه په خپله پېشه مين وو.

شميټز وايي “هغه داسې تن نه وو چې په ځای کښېني او خپل څلور کاله تېر کړي او روان شي ځي. هغه به په هغه ځای کې خوښ وو چرته چې څه بدلولی شي”.

شميټز وايي دوه اوونۍ مخکې افغانستان ته د لېږلو وړاندې يې زوی په اردن کې په ډيوټۍ وو.

دا رپوټ د رایټرز خبري ایجنسۍ د دوو خبریالانو شیرن برنسین او ټېم ریډ لیکلی دی چې د وي او اې ډیوه همکار بهروز خان پښتو کړی دی.