ښځینه فعالانې: که طالبان غواړي د افغاني ټولنې برخه شي، باید جنګي جرمونه ودروي
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي که طالبان غواړي چې د افغاني ټولنې برخه شي، دوی باید د خپلو جنګي جرمونو مخه ونیسي.
یو شمېر افغان ښځینه سیاسي او حقوقي فعالانو د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۰۷» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
دوی د یوې خپرې کړې اعلامیې له مخې له جنګي ډلو د سمدستي او غیر مشروط اوربند غوښتنه، د ملکي وګړو د نهوژلو، له ښځو د جنسي غلامانو په توګه د ناوړه ګټې اخیستنې د بندولو، د جبري ودونو او د طالبانو لهخوا د جنکي غلامانو په توګه د ښځو د نهنیولو، د عامه ملکیتونو د ویجاړولو مخنیوی، د خلکو په جبري توګه د بېځایه کېدلو مخنیوی، د طالبانو د بهرنیو ترورېستي ډلو سره د اړیکو پرې کول او د سیمې او نړۍ هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.
شینکۍ کړوخېل چې په ولسي جرګه کې د خلکو استازې او د ښځو د حقونو فعاله ده، په نننۍ ناسته کې اعلامیه ولوسته او همیې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې خپلمنځي جګړې پای ته ورسوي.
اغلې کړوخېل زیاتوي: "له جنګي ډلو د سمدستي او غیر مشروط اوربند غوښتنه کوو، د ملکي وګړو وژل باید ودرول شي، له ښځو د جنسي غلامانو په توګه د ناوړه ګټې اخیستنې مخنیوی باید وشي، د جبري ودونو او د طالبانو لهخوا د جنګي غلامانو په توګه د ښځو د نهنیولو غوښتنه کوو، د عامه ملکیتونو له ویجاړولو څخه باید په کلکه مخنیوی وشي، د خلکو په جبري توګه د بېځایه کېدلو مخنیوی باید وشي، له طالبانو غواړو چې له بهرنیو ترورېستي ډلو سره اړیکې پرې او د سیمې او نړۍ هېوادونو څخه غوښتنه کوو چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ وکړي."
اوسمهال چې د افغانستان ډېری اوسېدونکي په ځانګړې توګه مېرمنې د روانې جګړې په اړه اندېښمنې دي، د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې روانو خبرو تر دې دمه د قناعت وړ پایله نهده ورکړې.
د افغانستان د سولې مرکچي پلاوې غړې فوزیه کوفي وايي چې متحده ایالاتو د افغان حکومت له شتون او د دې ډلې د بندیانو له مشروط خوشې کېدو پرته له طالبانو سره د سولې موافقې په لاسلیک کولو سره دې ډلې ته په لوړ مقام کې ځای ورکړو.
اغلې کوفي وویل: "د سولې د پروسې له پیل راهیسې بهرني عوامل په دې مسئله مستقیم تأثیر لري. د متحده ایالاتو ټاکنې او د افغانستان د سولې پروسې په اړه د متحده ایالاتو نوې پالېسۍ دا پروسه ځنډولې. له طالبانو سره د متحده ایالاتو هوکړه چې افغان حکومت پهکې شراکت نهدرلود، د دې لامل شوه چې دغه وسلهواله ډله په یو لوړ موقف کې ځای ونیسي."
خو طالبانو تل ټینګار کړی چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د ښځو حقونه خوندي دي.
د دې ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل چې د ښځو وقار د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې خوندي دی.
ښاغلی مجاهد وايي: "دا خبرې له حقیقت څخه لیرې دي، زموږ په راتللو سره د ښځو وقار خوندي دی او هېڅ څوک له ښځو سره بد سلوک نهشي کولای."
هغه دا تورونه هم رد کړل چې ګنې نړیوالې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي، دوی زیاته کړه چې په افغانستان کې به هېڅ یوې بلې شبکې ته د فعالیت اجازه ورنهکړل شي.
طالبان په داسې حال کې په نیول شویو سیمو کې د ښځو محدودیتونه ردوي چې د دې ډلې لهخوا د څو ولسوالیو له سقوط وروسته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو، د ښځو په جبري ډول د ودولو او د ښځو د فعالیتونو د بندېدو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي.