ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
بایډن د یو تورپوستي ځوان د یادښت ملي څلی جوړوي چې اووه لسیزې مخکې وژل شوی
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن، د تورپوستي تنکي ځوان ایمیټ تل په یاد یادګاري ملي څلی جوړوي چې په ۱۹۵۵ کال کې په میسیسیپي ایالت کې وژل شوی و. تل هغه وخت په یوې سپین پوستې ښځې د شپیلي د وهلو په تور ووژل شو.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سپینې خبرې
امریکا يي چارواکي وایي چې د افغانستان بانک لا هم د خپلې کنګل شوې شتمنۍ بیرته ترلاسه کولو شرایط نه دي پوره کړي، دا شرایط څه دي، تخنیکي که سیاسي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
په هند کې ځمکه ښویدنه؛ تر اوسه ۲۷ مړي موندل شوي
په هند کې مقامات وايي، په دغه هېواد کې د ځمکې له ښويدو وروسته د ژغورنې په عملياتو کې تر اوسه د ٢٧ کسانو مړي موندل شوي دي.
د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه
د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
یونان کې اورلګیدنې: زرګونه کسان ایستل شوي، سیلانیان په تیښته دي
د یونان د روډس ټاپو په ځنګلونو کې اورلګیدنې په زرګونه سیلانیان او د ټاپو اوسیدونکي د یکشنبې په ورځ جولای ۲۳ (زمري اول) اړ کړل چې په ښوونځیو او سرپټو لوبغالو کې پناه واخلي.
وسله والو د ایران څلور پولیس وژلي- دولتي تلویزون
د ایران دولتي تلویزون راپور ورکړی دی چې اورپکو نن یکشنبه جولاۍ ۲۳ (زمري لومړی) د دغه هېواد په سویل ختیځ کې د لویې لارې څلور پولیس وژلي دي. د تلویزیون د راپور په اساس، دغه پولیس افسران د سیستان او بلوچستان د نا امنه ایالت د خاش او تفتان په سیمه کې په عادي ګزمې بوخت وو، چې «ترهګرو پرې برید» وکړ. ایران بیلتون پال «ترهګر» بولي. د پېښې سیمه له مرکز تهران څخه ۱۲۰۰ کیلو میتر لېرې ده. د سیستان او بلوچستان په ایالت کې د نشه یي توکو د قاچاق کوونکو او د ایران د امنیتي ځواکونو ترمنځ وخت ناوخت نښتې کېږي. همدغه راز د سوني بیلتون غوښتونکو ډله «جیش العدل»، چې له القاعدې سره تړاو لري، هم د ایران په امنیتي ځواکونو وخت ناوخت بریدونه کوي. د سیستان او بلوچستان ایالت اروپا، د خلیج او نورو عربو هېوادونو ته د افغانستان او پاکستان څخه د انساني قاچاق کوونکو او نشه يي توکو د قاچاق کوونکو یوه ترازیتي لار بلل کېږي. شاوخوا دوې اوونۍ مخکې ایراني پولیسو وویل چې د زاهدان په ښار کې وسله والو په پولیسو برید کړی، څلور بریدګر او دوه پولیس وژل شوي دي.
طالبان: سیلابونو څلورو ولایتونو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د طالبانو د حکومت د طبیعي پیښو سره د مبارې د دولت وزارت وايي، چې په تیرو دریو ورځو کې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د سیلابونو له امله په لسګونو کسان مړه او ټپیان شوي دي.
طالبان: ترکیه کې افغان ماشومانو ته د پاسپورتونو د چاپ او ویشلو لړۍ پیل شوه
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په ترکیه نویو زېږېدلو افغان ماشومانو ته د پاسپورتونو د چاپ او ویشلو د لړۍ د پیلیدو خبر ورکړی دی.
شیعه ګانو کابل کې د محرم د مراسمو د محدودیتونو د لیرې کیدو غوښتنه کړې
د شیعه ګانو یو شمیر دیني عالمانو د طالبانو له حکومت غوښتي، چې په کابل کې د شیعه ګانو په جوماتونو او تکیه خانو باندې د محرم په مراسمولګیدلي محدودیتونه دې لغوه کړي او په ټولو جوماتونو او تکیه خانو کې دې د عاشورا د ورځې مراسمو ته اجازه ورکړي.
ملګري ملتونه: سوریه کې په ډله ایزه توګه په توقیف کې د ماشومانو ساتنه
د ملګرو ملتونو یوې کارپوهې د سوریې په شمال ختیځ کې د لسګونو زرو ماشومانو او میرمنو توقیف غندلی او دا کار یې د نړیوالو قوانینو څخه سرغړاونه بللې.
پر سړک د خواړو یوه پلورونکې د مکسیکو جمهوري ریاست ته کاندیده ده
په مکسیکو کې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته داسې یوه میرمن کاندیده ده چې په ماشومتوب کې یې په سړک خواړه پلورل.