سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
د روسیې پوځ: یو روسي خبریال د اوکراین د کلسټر بمي برید کې وژل شوی
د روسیې پوځ د شنبې په ورځ جولای ۲۲مه (چنګاښ ۳۱) اعلان وکړ چې د روسیې د دولتي خبري اژانس ریا نووستي (RIA Novosti) خبریال روستیسلاو ژوراولف چې د روسیې د جګړې رپوټونه یې برابرول د اوکراین په جنوب کې د زاپوریژیا په سیمه کې د کلوسټر بمونو په برید کې وژل شوی دی.
د اشنا د شنبې خبري خپرونه
د امریکا غږ اشنا د شنبې په خبري خبرونه کې دغه مطالب ځای کړای شوي دي؛ د امریکا په مالي ملاتړ د افغانستان بانک د ارزونې پایلې ښيي چې افغانستان بانک لا هم د خپلې کنګل شوې شتمنۍ بیرته ترلاسه کولو شرایط نه دي پوره کړي. د طالبانو په بند کې د نجونو د تعلیم د فعال مطیع الله ویسا ۱۱۸ ورځې پوره شوې. د «قلم لار» د بنسټ ایښونکي وضعیت څنګه دی؟ او له ډیرو غوښتونو وروسته ولې تراوسه ندی خوشې شوی؟ د فوټبال نړۍ نامتو لوبغاړی لیونل میسي د امریکا فلوریډا ایالت ته تللی. د میسي مینه وال هیله مند دي چې امریکا ته د میسي په راتګ سره به د فوټبال یو نوی پړاو پیل شي.
خامنه یي هغه کس ته سخته سزا وغوښتله چې سویډن کې یې قرآن ته سپکاوی کړی
د ایران یوې دولتي رسنۍ د شنبې په ورځ جولای ۲۲ (د چنګاښ ۳۱) راپور ورکړ چې د دغه هېواد مشر علي خامنه یي د سویډن له حکومت څخه غوښتي، هغه کس چې په دغه هېواد کې یې د قرآن سپکاوی کړی، اسلامي هېوادونو ته وسپاري او هغه ته یې د "سختې سزا" غوښتنه هم کړې ده. خامنه يي پدې بیان کې چې د ایران دولتي رسنیو خپور کړی ویلي، "ټول اسلامي عالمان په دې موافق دي، هغه کسان چې د قرآن کریم سپکاوی کوي د سختې سزا مستحق دي... د سویډن د حکومت دنده دا ده چې د دغه جنایت عامل د اسلامي هېوادونو قضايي سیسټمونو ته وسپاري." خامنه یي پدې بیان کې همداشان ویلي: "د سویډن حکومت هم باید په دې پوه شي چې د جنایتکارانو څخه په ملاتړ سره د اسلامي نړۍ په خلاف د جنګ بڼه غوره کوي او خپل ځان ته د ټولو اسلامي ملتونو او د هغوی د زیات شمیر دولتونو کرکه او دښمني راجلبوي." په عین ورځ د عراق امنيتي ځواکونو د شيعه مذهبو د یو نفوذ لرونکي مشر مقتدا الصدر شاوخوا زر تنه پلويان چې غوښتل يې د بغداد د شنې سيمې په لور چې بهرني سفارتونه په کې موقعيت لري، لاریون وکړي، خواره واره کړل. د مقتدا الصدر پلويانو وروسته له هغه لاريون پيل کړ چې د راپورونو له مخې له يوې مياشتې څخه په کمه موده کې درې ځله قرآن ته سپکاوی شوی - لومړی دوه ځله په سويډن کې او اوس په ډنمارک کې. په سویډن کې د قران سوځولو او تر پښو لاندې کولو د سویډن او د عراق، ایران په ګډون د ځینو اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاریو د سازمان ترمنځ د دپلوماټیکې ترینګلتیا لامل شوی دی. یوه ویډیو چې د ډینسک پیټریوټر(Danske Patrioter) په نوم یوې ښي اړخې ډلې په خپله فیسبوک پاڼه خپره کړې، یو کس ښيي چې د عراق بیرغ سوځوي او ظاهرا د قرآن یوه نسخه سوځوي. د ډنمارک د پلازمینې کوپنهاګن د پولیسو د رئیس مرستیال ټرېن فېسکر د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل چې د جمعې په ورځ یوازې څو تنو مظاهره چیانو چې د عراق د سفارت مخې ته راټول شوي وو، دا کار وکړ. فیسکر دا هم وویل چې: "زه دا تاییدولی شم چې یو کتاب هم سوځول شوی و. موږ نه پوهیږو چې کوم کتاب و. دا [مظاهره] په بشپړه توګه سوله ایزه وه." څو ورځې مخکې د عراق د مذهبي مشر مقتدا الصدر پلویانو په سویډن کې د قرآن د سوځولو د پیښې په غبرګون کې په بغداد کې د سویډن سفارت ته ننوتل او ودانۍ ته یې اور واچوه. د عراق حکومت د سویډن پر سفارت برید وغانده، خو د سویډن سفیر یې له خپل هیواد څخه وشړه او د اړیکو د قطع کولو او د سویډن مخابراتي شرکت ایرکسن د عملیاتي جواز د ځنډولو ژمنه یې هم وکړه. د جون په ۲۸ مه، په سویډن کې میشت ۳۷ کلن عراقي کډوال سلوان مومیکا د سټاکهولم له جومات بهر د قرآن کریم پاڼې وسوځولې، چې په ټوله اسلامي نړۍ کې یې د قهر او غصې څپې راوپارولې. مومیکا د تیرې پنجشنبې په ورځ جولای ۲۰ د لاریون په ترڅ کې قرآن ونه سوځاوه، خو د مسلمانانو دغه سپیڅلی کتاب یې تر پښو لاندې او په لغتو وواهه او د عراق بیرغ یې وسوځاوه. د پنجشنبې په ورځ، د اسلامي همکارۍ سازمان ۵۷ غړو هیوادونو د ستاکهولم لاریون د "یو بل پارونکي برید" په توګه وغندلو او وویل چې دا عمل د بیان د آزادۍ حق نشي توجیه کولای. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په سویډن غږ کړی چې "د اسلام او د هغه د میلیاردونو پیروانو په وړاندې د کرکې د جرمونو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي". د سویډن حکومت هم د "اسلام نه د کرکې" په توګه د قران سوځول پداسې حال کې غندلي، چې ددې هیواد "اساسي قانون د غونډو، د بیان د ازادۍ او مظاهرو حق تضمینوي."
یوه موضوع، څو زاویې
د امریکا غږ د یوه موضوع او څو زاویې په دې اونیزې خپرونه کې دا مطالب کتلئ شئ؛ د ملګرو ملتونو یو وروستی راپور په ډاګه کوي چې په نړۍ کې د ښځو لویه برخه په هغو هیوادونو کې ژوند کوي چې د جنسیت په اساس پکې لوی واټن موجود دی. او د امریکا په ورجینیا ایالت کې یوه ښځه په هغه صنعت کې کار کوي چې اکثره نارینه پکې بوخت دي. د موټرو په یوه ګاراژ کې یوه مسترۍ در معرفي کوو.
بو علی سینا
د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.
په کریمیا د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې برید د 'مهماتو ډیپو ویجاړ' کړی - مقامات
په کریمیا ټاپووزمي کې د مسکو له لورې ټاکل شوی مشر د شنبې په ورځ جولای ۲۲ وویل، د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې برید د مهماتو د ډیپو د "چاودنې" لامل شوی، د برید د ساحې له پنځه کیلومترۍ څخه خلک ایستل شوي او د اورګاډي د تګ راتګ د بندیدو امر یې کړی دی.
امریکا: افغانستان بانک لا هم د خپلې کنګل شوې شتمنۍ بیرته ترلاسه کولو شرایط نه دي پوره کړي
دوو امریکايي چارواکو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د امریکا د متحده ایالاتو په مالي ملاتړ د افغانستان بانک د ارزونې پایلې ښيي، چې دغه بانک ته د سویس د امانتي صندوق څخه د درې نیم میلیاده ډالرو د کنګل شویو پیسو، د انتقال په برخه کې بانک د امریکایي چارواکو رضایت نه دی ترلاسه کړی.
طالبان: افغانستان ته د داعش د مشرانو د تللو په اړه د ایران ادعا سمه نه ده
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د عراق، سوریې او لیبیا څخه د داعش د مشرانو د تللو په اړه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر وروستۍ ادعا رد کړې او له ایران څخه یې غوښتي که په دې هکله معلومات لري نو طالبان سره دې شریک کړي.
شمالي کوریا ګڼ شمیر کروز توغندي وار کړي
په جنوبي کوریا کې مطبوعات وایي چې شمالي کوریا په سیمه ایز وخت شنبه جولای ۲۲ (چنګاښ۳۱) سهار وختي د ژیړې بحیرې په لور ګڼ شمیر توغندي وار کړي.
د ښځو د فوټبال نړیوال جام سیالیو کې امریکا د ویتنام سره سیالي کوي
په نیوزلینډ کې د ښځو د فوټبال نړیوال جام سیالیو کې شنبه جولای ۲۲ (چنګاښ۳۱) د متحده ایالاتو د فوټبال ملي لوبډله د ویتنام د لوبډلې سره مخامخ کیږي.
مولوي عبدالحمید: په ایراني میرمنو د شکنجې او بندي کیدو د لارې حجاب نشي تپل کیدی
په ایران کې مشهور سني دیني عالم د هغو میرمنو سره ملاتړ څرګند کړی چې په عام محضر کې ټیکري په سر کولو قانون نه مراعت کوي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
امریکا کې د لومړي ځل لپاره یوه میرمن د بحري ځواکونو مشرۍ ته نومول شوې
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د بحري ځواکونو د مشرۍ لپاره امیر البحره لیسا فرانچتي نومولې او که چیرته د کانګرس لخوا د دې مقام لپاره تائید شي د امریکا په تاریخ کې به لومړنۍ میرمن وي چې د اردو یوې څانګې مشري کوي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰