شاته

د افغانستان نه د امریکایي عسکرو تر وتلو وروسته چین څه پلان لري؟

د امریکا نظامي چارواکي او د امنیتي چارو کارپوهان پدې اند دي چې د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته ښایي په افغانستان کې روسیه او چین د نفوذ د تر لاسه کولو لپاره سیالي وکاندي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزوف ووټل هم ویلي چې "افغانستان په ښکاره توګه د چین لپاره د علاقې وړ ځای دی. "

جنرال ووټل په مصر کې په یوې مرکې کې ویلي،‍" که په آسیایي او یو شمیر نورو هیوادونو کې د زیربناوو د جوړیدو لپاره د چین جدي هڅو ته وکتل شي، دا پروژې که په منځني ختیځ یا بل ځای کې دي خو په هغو هیوادونو کې دي چې د خطر سره مواجه او کمزوري دي او زه فکر کوم چې افغانستان ښایي په آینده کې همداسې یو ځای وي."

دغه امریکایي جنرال امریکا غږ ته وویل چې دا به د حیرانۍ خبره نه وي چې په افغانستان کې هغه خلا چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته پیدا کیږي، چین او روسیه به یې د ډکولو لپاره د سیالۍ میدان ته ودانګي.

جنرال ووټل زیاته کړه، " د امریکا د نظامي حضور په کمیدو سره د دا شان ډیرو شیانو د لیدو تمه باید ولرو. خو دا باید یقیني کړو چې د تائید شویو سفیرانو، او د بهرنیو چارو د وزارت د ټیمونو د لارې چې پوره امکانات ولري، سیاسي چارو مو منظمې وي تر څو د امریکا ګټې خوندي او ملاتړ یې وشي.

چین د څو کالونو راپدیخوا د "یو کمربند یو لار" د پروژو پر مټ په نړۍ کې خپل اقتصادي قوت پراخوي. چین پدې نوښت کې په لنډ وخت کې د زیربناوو پروژې جوړې او هیوادونه باید په اوږد مهال کې د چین پور بیرته ادا کاندي. بیجنګ لا پخوا ویلي چې غواړي دا ډول پروګرام په افغانستان کې هم پلی کاندي.

په افغانستان کې د چین ګټې:

چین شاوخوا ۲۰ کاله پخوا په افغانستان د امریکا د یرغل مخالفت کاوه خو اوس په بیړه د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو سره هم مخالف ښیي. بیجنګ اندیښنه لري چې دا کار ښایي په افغانستان کې د ګډوډۍ د پیدا کیدو سبب شي.

چین په افغانستان کې د یو کمر بند یو لار د پروژۍ د لارې کولی شي د همدې نوښت د یوې بلې سترې پروژې سره چې په پاکستان کې یې تطبیقوي، ونښلوي.

د چین –پاکستان اقتصادي دهلیز پروژه د عربي بحیرې ستراتیژیک بندر د همالیا په شمال کې د لویو لارو سره متصلوي.

د چین پدې نوښت کې ملکي او نظامي طرف تفکر شامل دی. براډلي بومن چې په افغانستان کې د کار تجربه لري او د دیموکراسیو د دفاع په بنسټ کې کارپوهه ده امریکا غږ ته وویل چې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو وتل په سیمه کې د چین د ګټولو لپاره زیری دی.

هغې امریکا غږ ته وویل، " مونږ د عسکرو په ایستلو سره د چین مخنیوي کمزوری کوو پداسې حال کې چې خلکو ویل مونږ باید دا کار وکړو چې د چین مخنیوي پراخ کړو."

یو شمیر نور کارپوهان بیا وایي چې چین او روسیه باید د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته ډیر نقش ادا کاندي.

د انتلانتیک په شورا کې کارپوه ایریل کوهن بیا وایي چین او روسیه په افغانستان کې د امریکاي ځواکونو د حضور نه ځکه ګټه اخیسته چې طالبان، القاعده او د اسلامي دولت یا داعش ډلې یې مهار کړې وې.