شاته

پاکستان: د اور ګاډو په ټکر کې لږ تر لږه 30 تنه مړه، د 50 پورې ټپيان شوي

د پاکستان په سيند صوبه کې نن سهار دوه اور ګاډي په ټکر شوي، او په پېښه کې تر اوسه پورې لږ تر لږه 30 مسافر مړه شوي او د 50 پور نور ټپيان شوي دي.

دغه پېښه نن د ګل/دوشنبې په ورځ د سيند صوبې په ګوټکي کې رامنځته شوې ده.

ويل شوي دغه اور ګادي چې په ټکر شوي ملت اېکسپرېس اورګاډی د کراچۍ نه سرګودهې نه او سرسيد اېکسپرېس د پېنډۍ نه کراچۍ ته په لار وو.

راپورونه وايي د اور ګاډو د ټکر کېدو له امله د دواړو اور ګاډو نزدې 14 ډبې د پټلۍ نه لاندې غورځېدلي دي.

په موقع موجود د رېلوی او پوليس چارواکو ويلي د اور ګاډو د ټکر په ځای امدادي کارونه روان دي.

ويل شوي د اور ګاډو ځينې ډبې په يو بل کې نښتي او د غټې مشينرۍ د لارې به هغه کټ کول کيږي او پکې ګېر خلک به راویستل کیږي.

چارواکي ويره څرګندوي چې په ډبو کې اوس هم داسې امکان دی چې ځینې مسافر ګېر دي او په پېښه کې يې د مړو شمېره زياتېدی شي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په پېښه د خفګان څرګندونه کړې او د پېښې د پلټنو لارښوونه يې کړې ده.

د سيند صوبې وزيراعلی مراد علي شاه هم په پېښه د خفګان سره چارواکو ته د متحرک کېدو لارښوونه کړې ده.

په پاکستان کې وخت په وخت د اور ګاډو پېښې مخې ته راځي او مرګ ژوبلې پکې کیږي.