شاته

افغان حکومت: امریکا له افغان ځواکونو سره د درې اعشاریه درې بلینه ډالره مرستې ژمنه وکړه

د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد، د اتوار/یکشنبې په ورځ په کابل کې له افغان مشرانو سره وکتل چې د افغانستان نه د امریکایي او ناټو قواوو له وتلو وروسته، په دوه اړخیزه همکارۍ باندې بحث وکړي.

د افغان صدر محمد اشرف غني یو ویاند محمد امیري د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې له خلیلزاد او ملګري ټیم سره یې د افغان مشرانو لیدنې په درېیو برخو باندې متمرکزې وې: دفاعي چارې، اقتصادي چارې، او بشري امداد.

د صدر غني د ویاند ښاغلي امیري په وینا، زلمي خلیلزاد غني ته ویلي چې واشنګټن به په آینده دوه کلونو کې د طالبانو سره د افغان امنیتي ځواکونو د مقابلې دپاره، د کاله درې اعشاریه درې (۳.۳) بلینه ډالره افغان حکومت سره مرسته وکړي. امیري زیاته کړه چې په آینده ورځو کې به له امریکایي هیئت سره په دې هم بحث وشي چې د افغان قواوو د لا مضبوطه کېدو په خاطر، د امریکایي قواوو سهولیات او سامانونه – په شمول د جهازونو - هم هغوی ته ورکړل شي.

له افغان چارواکو سره د خلیلزاد د وروستیو بحثونو په اړه، د دې رپوټ تر لیکلو پورې، کابل کې د امریکا د سفارت له اړخه څه وضاحت ندی ورکړی شوی.

د افغان او امریکایي چارواکو دا لیده کاته په داسې وخت کې کیږي چې طالب یاغیانو د افغان حکومت په ځواکونو باندې خپلو حملو ته زور ورکړی او په تېره هفته کې یې د افغانستان په شپږو ولسوالیو قبضه لګولې ده. بل اړخ ته حکومت هم دعوه کړې چې طالبانو ته یې په دې وروستیو کې د سر درانه زیانونه رسولي او یوازې په تېره یوه شپه و ورځ کې یې له دوه سوه زیات طالبان وژلي دي. د تازه جګړو له امله، ګڼ شمېر عام افغانان هم وژل شوي دي.

د افغانستان حکومتي ځواکونو له ډېرو کلونو راهیسي طالبانو سره د جګړې په میدان کې، د امریکا د جنګي جهازونو په مرستې تکیه کړې ده، مګر دا یې هم ویلي چې افغان ځواکونه اوس د خپلې خاورې د دفاع توان لري او دا فکرمندۍ چې ګني د خارجي قواوو په نشتون کې به افغان پوځ سره وپاشل شي، دا یې بې بنیاده ګرځولي دي.

خلیلزاد او ورسره تللی هیئت، په کابل کې د افغانستان د مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره هم کتلي دي. ډاکټر عبدالله پخپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې په دې لیدنه کې دواړو اړخونو د افغان امن پروسي او د افغانستان او امریکا ترمنځ «د همکارۍ نوي فصل» په اړه خبرې کړې دي.

د مصالحې د عالي شورا مشر زیاته کړې: «مونږ په خپلې دې وعدې ټینګار وکړ چې د مخ ته راغلي فرصت نه به د مذاکراتو له لارې طالبانو سره د یو با انصافه او دوامداره سولې دپاره ګټه اخلو.»

یاده دي وي چې تر دې وړاندې، د خالي/شنبې په ورځ د امریکا خارجه وزارت یو بیان جاري کړ او ویې ویل چې کابل ته د خلیلزاد سره په تللي هیئت کې، د امریکا د دفاع وزارت، د قامي سلامتیا د شورا، او د امریکا د عالمي پرمختیایي چارو اداره (یو اېس اې آی ډي) استازي هم شامل دي.

د خبرپاڼې له مخې ټاکل شوې چې دغه اعلی امریکایي پلاوی به له ولسمشر غني، ډاکټر عبدالله عبدالله او نورو سیاسي مشرانو تر څنګ، افغانستان کې د ښځو د بېلابېلو ډلو په ګډون د مدني ټولنې له استازو سره هم ویني او د سولې د بهیر په اړه به د هغوی نظرونه اوري: "پلاوی به د افغانستان د پرمختګ او سیاسي روغې جوړې لپاره د امریکې پر دوامداره مرسته ټینګار کوي چې په نتیجه کې یې جګړه پای ته ورسېږي".

خلیلزاد به له خپل پلاوي سره قطر ته هم ځي او هلته به د افغان حکومت او طالبانو له موجودو مذاکراتي پلاویو سره ویني او دواړه به هڅوي چې د سیاسي روغې جوړې په خاطر خبرې پر مخ بوځي او د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې خوندي کړي.