شاته

پاکستان کې په کرونا نور ۸۴ کسان مړه، پېښور کې د وایرس دوه نوي قسمونه موندل شوي

سرکاري شمیرې ښایي چې پاکستان کې دتیر یو شوارزو په مهال څه کم دوؤ زرو کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی اؤ ۸۴ کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.

په عین حال کې د خیبرپښتونخوا د صحت سکتر سید امتیاز حسین شاه مطبوعاتو ته پیښور کې د کرونا وایرس د دوؤ نوؤ قسمونو دموندلو پخلی کړی دی.

دکرونا دڅار دولتي ادارې این سي او سي دخالي په ورځ پخپلو تازه شمیرو کې ویلي تر اوسه پاکستان کې ټول ټال نهه لکه ۳۰ زره اؤ ۵۱۱کسان په کرونا وایرس اخته شوي خو په دې کې نور ټول بېرته روغ شوي اؤ دامهال یوازې ۴۸زره اؤ ۹۹۳۷کسان په دې رنځ اخته دي.

دپاکستان بیلابیلو برخو کې په کرونا وایرس تر دې مهاله ۲۱۱۸۹ کسان مړه شوي اؤ اوس چې په کرونا کوم کسان اخته دي هغې کې هم د درېوؤ زرو نه د زیاتو کسانو وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د کرونا په چارو د څار دولتي اداره وایي په ګرد هیواد کې خلکو ته د کرونا ضد ویکسین لګولو لړۍ دوامداره ده اؤ تر دې ساعته ۸۲لکو اؤ ۶۳ زرو نه زیاتو کسانو ته کرونا ضد ویکسین لګول شوي دي.

په عین حال کې د خیبرپښتونخوا د صحت سکتر سید امتیاز حسین شاه مطبوعاتو ته پیښور کې د کرونا د نوو دوو قسمونو موندلو پخلی کړی دی.

هغه وایي کوم دوه نور وایرس چې مخې ته راغلي هغې کې یو رقم په سویلي افریقا او بل په هند یادیږي.

د صحت ددغه چارواکي تر مخه ددو تنانو کې سویلي افریقا او یو تن کې هندي قسمه وایرس موندل شوي دي. دغه درې واړه نیزدې ورځو کې د متحده عرب اماراتو نه ستانه شوي وو.

د نوو قسمونو پحقله پیتهالوجسټه ډاکټر ماریه خان ډیوه ته وایي دواړه قسمه د عام کرونا په پرتله په تیزۍ نورو خلکو ته خوریږي.

بل پلو ته صوبې کې د کرونا پیښو کې کمی لیدل کیږي اؤ حکومت صوبې کې د ټولو تعلیمي ادارو په اووم جون د ګل په ورځ د پرانیستو اعلان کړی دي.

د لیډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم خان وایي که مریضانو کې اضافه ونه شوه نو د یاد روغتون او پي ډي خدمات به یو ځل بیا د څوارلسم جون نه پرانستل شي.