شاته

د وژل شوي امریکايي خبریال ډینیل پرل په مقدمه کې سپریم کورټ اړونده ادارو ته نوټسې ورکړي 

د جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کۍ د سپريم کورټ دري کسيزه بينچ د مرکزي حکومت لخوا د امريکني خبريال ډينٸيل پرل په وژنه تورن ملزمان د خوشۍ کيدو پريکړې په ضد اړونده ډلو ته نوټسى جاري کړي دي

سږ کال د جنورۍ په مياشت کې سپريم کورټ د سند هايي کورټ لخوا د پرل په وژنه کې مرکزي ملزم احمد عمر سعید شيخ په ګډون دري نور ملزمان د خوشى کوولو پريکړه پځاى ساتلى وه او په دې اړه یې د مرکزي حکومت او د ډينٸيل پرل د کورنۍ اپيلونه رد کړي وو.

د امريکا حکومت د سپريم کورټ دغه پريکړى ته سخت غبرګون کى دا په نړى کى د ترهګرى نه متاثره خلکو سپکاوي بللی و

د امريکا باندنيو چارو وزير اېنتني بلېنکن د خپل پاکستاني هم منصب شاه محمود قرېشي سره په ټيلفون خبرو کې په ډاګه کړې وه چې امريکا غواړي د ډينٸيل پرل قاتلانو ته سزا ورکړي شي.

د پاکستان خارجه وزير بلېنکن ته باور ورکړى و د پاکستان حکومت به هر ممکنه قانوني لاره خپلوي چې ملزمانو ته سزا یقیني کړي.

سپريم کورټ د پرل په مقدمه کې د مرکزي حکومت د خواست اوريدنه په داسى وخت کړيده چى پاکستان کې خبريا لان او د بشري حقونو کارمندان وايي په مطبوعاتو د حکومت بنديزونه زیات شوي او خبریالان د تشدد سره مخامخ کېږي خو حکومتي مامورین په میډیا د پابندیو خبره ردوي.

سږ کال د مارچ مياشت کى سپريم کورټ په خپله فيصله کې ویلي ووچې استغاثې يا د حکومت قانوني څانګې د ملزمانو په ضد کوټلى شواهد نه دي وړاندې کړي او چې کوم ثبوتونه وپېښ کړی شوي هم دي نو نيمګړى او د حقایقو په ضد دي.

د پاکستان په کچه د خبريالانو تنظيم پي ايف يو جی عمو مي سيکتر ناصر زيدي وايي هغه فکر نه کوي چې د پرل په وژنه کې نیول شویو تنانو ته به سزا ورکړی شي.

دی وي او ای ډيوه سره خبرو کى هغه وویل د بده مرغه پاکستان او ادارې یې د مذهبي انتها پسندۍ د فشار لاندې دديو خاص ذهنييت سره مخ دي ځکه هغه نه ګڼ چې د القاعده مشکوک غړي احمد عمر سعید شېخ ته به سزا ورکړی شي.

ډينٸيل پرل کال ٢٠٠٠ کى د پاکستان صنعتي مرکز کراچى کى هغه وخت تښتوولى او دبيا وژلى شوى و کله چى هغه پاکستان کى د مذهبي انتها پسندۍ په اړه رپورټ تیارولو.

د پاکستان سپريم کورټ د ډ يڼٸپل پرل په وژنه تورن د احمد عمر شيخ د خوشى کوولو آمر سره د هغه په تګ راتګ او انټرنيټ کاروولو بندیز لګولى دی.

هم د سپريم کورټ په حکم حکومت احمد عمر شيخ د سنده جيل څخه لاهور سي آي آی مرکز ته منتقل کړى شوی دی .

د پاکستان مرکزي حکومت څارنوال یا آټارني جنرل سپريم کورټ ته د عمر شيخ د هغه کورنى غړو سره د ملاقات او هغه ته نور بنيادى سهولتونو ورکوولو باور ورکړی دی.

د دى ترڅنګ سپريم کورټ د نورو ملزمانو لخوا دوی د طبعي او تګ راتګ سهولتونو نه محرومه ساتلو په شکايت باندى سند حکومت ته بيل نوټس هم جاري کړی دی.