شاته

د پيپلز ګوند صوبايي حکومت قانوني اختیار لري چې د علي وزير مقدمه بيرته واخلي، قانون پوهان

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ویلي، د علي وزير پرضد په مقدمه د صوبې منتخب وزيراعلی ناخبره ساتل شوی، خو خو قانون پوهان وايي اول د صوبې د حکومت پرته داسې مقدمه کېدی شي نه شي او که وشوه اوس د صوبې حکومت قانوني اختيار لري چې دغه مقدمه بيرته واخلي.

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري په ټویټر ویلي، د قومي اسمبلۍ د غړي علي وزير پرضد چې کومه مقدمه درج شوې، د صوبې د منتخب وزيراعلا په علم کې دا خبره نه وه يا د هغه مرضي پکې نه وه.

قانون پوهه صلاح الدين ګنډا پور وايي، که د صوبې حکومت د علي وزیر په مقدمه خبر نه وو نو اوس د قانون ترمخه د صوبې حکومت اختیار لري چې دغه مقدمه بيرته واخلي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "په فوجداري قانون کې يو سېکشن دی 494، د هغې لاندې صوبايي حکومت دا مقدمه واپس اخستی شي، هره مقدمه، کوم چې د اېف ايي ار کېس وي صوبايي حکومت يې واپس اخستی شي هغه که هره نمونه اېف ايي ار وي".

ګنډاپور زياته کړه د علي وزير په مقدمه کې پلټنې صوبايي تفتيشي افسرانو کړي دي او په ضمانت کې هم سرکاري وکيلان د سيند حکومت ملازمين پېش شوي دي.

په سيند صوبه کې د پاکستان پيپلز ګوند حکومت دی.

او د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري دغه خبره پرون وروسته له هغې کړې چې د سيند هايکورټ د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ علي وزير د ضمانت خواست رد کړی دی.

علي وزير په هغه مقدمه کې بنديوان دی چې په شپږم دسمبر د پي ټي اېم د جلسې وروسته د کراچۍ پوليسو د پي ټي اېم د مشرانو پرضد مقدمه درج کړې او تور يې پرې لګولی وو چې د پي ټي اېم جلسې ته وېنا کوونکو د رياست او رياستي ادارو پرضد د کرکې ډکې وېناګانې کړې وې.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين وايي، دغه مقدمه چې درج شوې که د سيند حکومت په بې علمۍ کې شوي وي نو بيا د صوبې حکومت د هغه چا پرضد کومه قانوني کارروايي کړې ده چا چې دا مقدمه جوړه کړې ده.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "اېف ايي ار سيند حکومت بيرته اخستلی شي، د خړ کمر اېف ايي ار د خېبرپښتونخوا حکومت واپس واخستلو، اېف ايي ار ختم شو، که د سيند حکومت سنجيدګي ظاهره کړي او دا اېف ايي ار واپس واخلي دوی يې اخستی شي اختیار لري نو دا به د دغو ټولو خبرو جواب وي چې دا خبره سمه ده چې سيند حکومت نه وو خبر او سيند حکومت دا نه غواړي".

بلاول بټو په خپل ټویټ کې زياته کړې د ولس د منتخب استازو دپاره د اظهار رايې ازادي خوندي نه ده. په پاکستان کې به مخالفت او تنقيد زغمل وي.

د پي ټي اېم د شپږم دسمبر جلسې ته د وېنا کوونکو پرضد په جوړه مقدمه کې علي وزیر په 16 دسمبر په پېښور کې نيول شو او بيا کراچۍ ته راوستل شوی وو.

د علي وزير سره په دغه مقدمه کې وروسته د 36 پورې نور کسان هم نيول شوي خو د هغوی وخت په وخت ضمانتونه شوي او خوشي دي.

پي ټي اېم ویلي د علي وزير د ضمانت دپاره به سپريم کورټ ته ځي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​