شاته

صدر بایډن په ټولسا ښار کې په تورپوستو د خونړۍ حملې په یاد کې دستوره کې شرکت وکړو

صدر جوبایډن د امریکې لومړی صدر دی چې د اوکلاهوما ریاست په ټولسا ښار کې د افریقايي امریکنیانو یا د تورپوستو په یوه سوکاله ټولنه د سپین پوستو د حملې په یاد کې یوه دستوره کې ګډون وکړو. سل کاله وړاندې په دغه پېښه کې ۳۰۰ افریقايي امریکنیان وژل شوي او تر ۱۰۰۰۰ پورې نور بې کوره شوي وو.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د ټولسا په ګرین وډ برخه کې چېرته چې د می د ۳۱ نه تر د جون د دریمې نېټې پورې دغه حملې شوي وې، صدر بایډن په حمله کې ژوندې پاتې شویو کسانو او د حملې ښکار شویو کورنیو غوڼدې ته وویل "دا چې تاریخ پې خاموشه دی، دا معنا نه لري چې دا (دغه واقعه) نه ده شوي."

صدر بایډن وویل ځینې ناانصافۍ دومر بوږنونکي وي د خلکو د کوښښونو باوجود ښخېدلی نشي.

په ټولسا کې د تورپوستو په کومه ټولنه چې حمله شوي وه دا په مالي لحاظ خوشحاله وه او د "بلېک وال سټریټ" یا د تورو وال سټریټ په نامه هم یادېدله. وال سټریټ د نیویارک یوه کوڅه ده چې پکې د مالیاتي ادارو د موجودګۍ له امله د امریکې اقتصادي مرکز په توګه پېژندل کېږي
په ټولسا کې د تورپوستو په کومه ټولنه چې حمله شوي وه دا په مالي لحاظ خوشحاله وه او د "بلېک وال سټریټ" یا د تورو وال سټریټ په نامه هم یادېدله. وال سټریټ د نیویارک یوه کوڅه ده چې پکې د مالیاتي ادارو د موجودګۍ له امله د امریکې اقتصادي مرکز په توګه پېژندل کېږي

په ټولسا کې د تورپوستو په کومه ټولنه چې حمله شوي وه دا په مالي لحاظ خوشحاله وه او د "بلېک وال سټریټ" یا د تورو وال سټریټ په نامه هم یادېدله. وال سټریټ د نیویارک یوه کوڅه ده چې پکې د مالیاتي ادارو د موجودګۍ له امله د امریکې اقتصادي مرکز په توګه پېژندل کېږي.

په ۱۹۲۱ کې په ټولسا کې د نسلې تعصب په بنیاد اړی ګړی پس له دې شروع شو چې په یو ۱۹ کلن تور پوستې سړي الزام پورې شو چې په ۱۷ کلنې سپین پوستې جینۍد حملې الزام پورې شو.

د دې وروسته په ګرین وډ کې د تورپوستو کاروبارونه او کورونه ولوټل شول اورونه پې پورې کړی شول او د ښار سپین پوستو پولیس هم په حمله کې برخه اخیستله ه بلکې حمله کوونکو ته یې وسله هم ورکوله.

د امریکې په جنوب مغرب کې په دغه ښار کې چې څلور لکه ابادي لري کې به د نسلې تعصب په بنیاد شویو واقعاتو په یاد کې به د نوي عجایبخانې پرانېسته هم کولی شي

د وی او ای رپورټ وايي د لسیزو پورې په ټولسا کې د قتل عام نه په امریکا کې په قامي کچه زیات خلک نه وو خبر او دغه واقعات به پټ ساتل کېدل خو په داسې وخت کې چې د نسل پرستۍ او د پولیس د تشدد په اړه بحثونه زیات شوي د ټولسا پېښې ته هم د مطبوعاتو توجه زیاته شوي.

ټولسا ته د تګ په مهال صدر بایډن د حملې ژوندې پاتې شویو دریو کسانو سره هم ولیدل چې دا وخت یې عمرونه د ۱۰۰ نه زیات دي. په دغو کسانو وییولا مدر فلېچر، هیوز انکل رېډ وان اېلېس او لېزلي مدر رېنډل بېننګ فیلډ رېنډل شامل دي. دریو واړو د ټولسا د واقعاتو په سر د حکومت نه تاوان اخیستلو دپاره مقدمه هم شروع کړې ده.

د ټولسا په حمله کې د وژل شویو کسانو په یاد کې د یوې لحظې د خاموشۍ اختیارولو نه پس صدر بایډن وویل "زما وطن والو امریکایانو، دا فساد نه و. دا قتل عام و."

د سپین پوستو او تورپوستو امریکایانو ترمنځ د دولت امتیاز ختمولو دپاره صدر بایډن ځینې ګامونه هم اعلان کړل. د هغه حکومت اراده لري چې د هغو ټولنې د پرمختګ دپاره د اربونو ډالرو سرمایه کاري وکړي چې په اقتصادي توګه وروسته پاتې دي.

د ټولسا د پېښې د تحقیقاتو کمېشن په کال ۲۰۰۱ کې په حمله کې ژوندي پاتې کسانو ته د تاوان ادا کولو تجویز کړی و خو صدر بایډن په دې اړه څه ونه وېل.

صدر بایډن په داسې مهال د ټولسا سفر کړی چې د وي او ای د رپورټ ترمخه لکه د تېکسس په شان ځینې زاړه پاله ریاستونه داسې قوانین د جوړولو کوښښونه کوي چې دوی وايي په ووټونو کې به د درغلۍ مخه ونیسي خو ناقدین وايي دغه مجوزه قوانین به د تورپوستو او نورو اقلتونو دپاره په انتخاباتو برخه اخیستل ګران کړي.

د ټولسا د حملې نه ژوندۍ وتلې مېرمن وېیولا فلېچر دا وخت ۱۰۷ کلنه ده او سرښار واشنګټن ته د خ ژوند لومړي سفر په مهال د کانګرس یوې ډلې ته وېنا وکړه او په خپل ګاونډ د حملې یادونه یې شریک کړل. دغه وخت هغه اووه کلنه وه. د کانګرس ډله د حملې ښکار شویو کسانو ته د تاوان په اړه بحث کوي.

مېرمن فلېچر وویل د می په ۳۱ نېټه د ټولسا په ګرین وډ برخه کې خپل کور کې د شپې کټ ته لاړه. "په کوم ګاودنډ کې چې زه په دغه شپه اوده شوم، دا شته من و، نه یوازې په پېسو بلکې په ثقافت او په ورثه. زما کونرۍ ښکلی کور لرلو. زمونږ ډیر ښه ګاونډیان وو. لوبو دپاره زما ملګري وو. ما ځان محفوظ محسوسولو. ماهر هغه څه لرل چې یو ماشوم ورته ضرورت لري. ما ورښانه مستقل لرلو."

"په څو ګنټو کې دا هر څه ختم شول،" مېرمن فلېچر وویل.