شاته

امریکا غواړي چې مصر سره د بشري حقونو مسئله راپورته کړي

امریکا وایي چې په پام کې لري مصر سره د بشري حقونو په اړه یو «تعمیري»/ګټور ډائیلاګ پیل کړي. امریکا په داسې حال کې مصر سره د بشري حقونو خبره راپورته کول غواړي چې د بشري حقونو ډلې او فعالان، د بشري حقونو په برخه کې د مصر د خلاف ورزیو ریکارډ ته د نړۍ اړولی دی.

د بشري حقونو دري شپېته (۶۳) ډلو او عالمي تنظیمونو د نهې/سې شنبې په ورځ په مصر غږ وکړ چې سیاسي قیدیان دې خوشې کړي او د خپلواکو تنظیمونو او د هغو وګړو چې حکومت سره ناراضه دي، د هغو ټکول دې بند کړي.

هیومن رایټس واچ (د بشري حقونو د څار نړېوالې ادارې) او نورو بشري ډلو په یو بیان کې وویل: «د مصر صدر عبدالفتاح السیسي ته په کار ده چې په فوري توګه دې د انجمن آزادي، آزادو ډلو، او پرامنه مخالفینو ټکول (کرېک ډاون) بند کړي.»

د دې نه وړاندې، په واشنګټن کې د فریډم اېنشیټيف په نوم د بشري حقونو یوې ډلې پخپل تازه رپوټ کې ویلي و چې «د مصر لخوا د ګرفتاریو، بندیوان کولو، او شکنجه کولو پراخ او سیسټماټیک کمپاین لمن امریکاییانو ته د خپلې خاورې پورې رارسېدلې ده.»

په کال ۲۰۲۰ کې، د امریکا لږ تر لږه یوولس (۱۱) وګړي – چې د امریکا شهریت، د امریکا ګرین کارټ، او یا د اقامت ویزه یې درلوده – په ناحقه مصر کې بندیوان شول. د رپوټ له مخې، د دې ډلې نه پنځه یې اوس هم د مصر په جېلونو کې دي، او لږ ترلږه په درېیو تنو د سفر قدغن لګېدلی دی.

همدا شان د فریډم انینشیټیف تنظیم د امریکایي شهریانو د لسو نه زیاتې داسې قضیې درج کړي دي چې د هغو رشته داران تېر کال په مصر کې قیدیان شوي، او د قید وجه یې دا وه چې په امریکا کې مېشتو رشته دارانو یې د مصر د حکومت خلاف خبرې کړې وې او په انتقام کې یې مصري چارواکو هلته په مصر کې د دوی د کورنۍ غړي ګرفتاره کړي دي.

په ورته وخت کې د امریکایي شهري خالد حسن د نامعلوم احوال په اړه هم فکرمندۍ مخ په زیاتېدو دي. هغه په مصر کې بندیوان دی او طمعه ده چې ډېر ژر به آزاده شي. خالد حسن یو مصری-امریکایی دی چې په امریکا کې یې د ګاډو کاروبار درلود او په ۲۰۱۸ کال جنوري کې په دې تور چې ګني له کومې ترهګرې ډلې سره یې تعلقات و، په مصر کې ګرفتاره شو. داسې خیال کیږي چې دا یو غلط الزام ورباندې لګول شوی دی.

هیومن رایټس واچ ویلي چې خالد حسن د مصر په قید کې شکنجه شوی او ورباندې جنسي تیری شوی دی.

د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن تېره د شورو/چهارشنبې ورځ وویل چې امریکا او مصر په دې سره سلا شوي چې د بشري حقونو په اړه یو تعمیري/ګټور ډائیلاګ پیل کړي. بلېنکن د مئې په ۲۶مه د مصر له صدر السیسي سره وکتل، او تر هغه دوه ورځې وړاندې صدر جو بایډن له السیسي سره ټلیفوني خبرې کړې وې.

ځیني څېړونکي وایي چې د امریکا او مصر ترمنځ د بشري حقونو په اړه بحث، ممکن په مصر کې د بشري حقونو په حالاتو کې کومه حقیقي بهتري رانه ولي.

په واشنګټن کې د کارنیګي اېنډاومېنټ فار انټرنېشنل پیس تنظیم، د منځني ختیځ د پروګرام مشره میشل ډون وایي: «که امریکا په مصر باندې د فشار راوړلو دپاره له نورو ریاستونو سره په هماهنګه ډول کار وکړي، د مثال په توګه یورپ کې د امریکا له اتحادیانو سره چې د مصر لوی تجارتي او امنیتي شریکان دي، نو ممکن چې السیسي د جبر کولو نه یو څه په شا شي او د مصر خلکو ته د سا اخیستو دپاره لږ ماحول برابر کړي. خو یقیناْ دا خطر شته چې امریکا به د نمایشي ګامونو ډېر زیات قدر وکړي، چې دا به مصریانو ته د عدم سنجیدګۍ په معنا وي.»

یاده دې وي چې واشنگټن، قاهرې ته د ترهګرۍ په وړاندې د نړېوال جنګ په برخه کې د یو شریک او په سیمه کې د یو اتحادي په سترګه ګوري.