شاته

سېنټکام: افغانستان نه د انخلا د ۴۰ فیصد نه زیات کار سر ته رسول شوی

د امریکې پوځ ويلي افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا د ۴۰ فیصد نه زیات کار سرته رسول شوی دی.

د امریکې د پوځ مرکزي کمانډ، سېنټکام، چې په افغانستان کې د ځواکونو مسولیت په غاړه لري د نهې، سه شنبې، په ورځ یې په یو بیان کې وویل د انخلا په مهال امریکايي ځواکونو شپږ تاسیسات د افغانستان دفاع وزارت ته رسمي ډول ورکړي دي او په اینده کې به نور پوځی مرکزونه او ساز او سامان افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړي.

سېنټکام وویل د سي سېونټین جهازونو د ۳۰۰ پروازونو جوګه سازاو سامان د افغانستان څخه منتقل کړی شوی او تر ۱۳۰۰۰ پورې الات به ناکاره کولی شي.

سېنټکام وویل د اندازې ترمخه افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا د ۳۰ نه تر د ۴۴ فیصد پورې کار سر ته رسول شوی دی.

د امریکې صدر جویابډن ویلي امریکايي ځواکونه به د سږ کال د سېپټېمبر د میاشت پورې افغانستان نه په مکمله توګه ستانه شي.

سېنټکام وویل هره هفته به د افغانستان نه د انخلا په اړه ورستي معلومات شریکوي.