شاته

د صحت عالمي ادارې ساینوواک وېکسین ته هم د بېړني استعمال منظوري ورکړه

د صحت عالمي ادارې د کرونا مرض دپاره چینایي وېکسین – ساینوواک – د اتلسو کالو او د هغه نه پورته عمر لرونکو لویانو ته د بېړني استعمال دپاره تصدیق کړ.

د ملګرو ملتونو د صحت عالمي ادارې دا وېکسین چې د چین د درمل جوړولو یوې کمپنۍ، ساینو واک بایوتېک، لخوا جوړ شوی دی، د نهې یا سې شنبې په ورځ تایید کړ. دا دویم ځل دی چې د صحت نړېوال تنظیم د چین د یوې کمپنۍ لخوا جوړ شوی یو وېکسین ته د بېړني استعمال اجازت ورکوي.

ډبلیو اېچ او یا د صحت عالمي ادارې ویلي چې د ساینوواک کمپنۍ لخوا دوی ته پېش کړی شوې ډېټا څرګندوي چې د کرونا مرض دپاره د دې کمپنۍ وېکسین چې کومو کسانو ته پوره په دوه ډوزه/خوراکه ورکړل شوی دی، نو د هغو په نیمایي کې یې د کرونا مرض د علاماتو مخنیوی شوی دی.

یادې کمپنۍ دا هم ویلي چې د شپېتو (۶۰) کالو نه د بره عمر خاوندانو کې د دې وېکسین د اثراتو اټکل نشي کولی، ځکه د دوی په وینا، د دې عمر ډېرو کمو کسانو د وېکسین په آزمایښت کې برخه اخیستې ده.

د ډبلیو اېچ او لخوا چې د چین دا وېکسین د بېړني استعمال دپاره منظور شو، نو په دې سره غریبو ملکونو ته د کرونا مرض د وېکسینونو په برابرولو کې زیاتی راتلی شي. د کوواکس په نوم یو بین الاقوامي پروګرام کوشش کوي چې غریبو ملکونو ته کوم چې د وېکسینونو د اخیستو توان نه لري، په خیراتي ډول د کرونا وېکسینونه ورسوي.

هند په دنیا کې د کرونا وېکسین د جوړولو یو لوی هېواد ګڼل کیږي، مګر هلته چې د کرونا نوې څپه راغلې او ډېر خلک یې ځپلي، نو دې حالت د هند د وېکسینونو په برامداتو هم اثر وکړ، چې په نتیجه کې یې د کوواکس نړېوال پروګرام لخوا غریبو ملکونو ته د کروناوېکسین د وېشلو پروسه هم ټکنۍ شوه.

د سینوواک وېکسین نه مخکې، د صحت عالمي ادارې تېره میاشت د کرونا مرض دپاره د چین یو بل وېکسین، ساینوفارم، ته هم د بېړني استعمال منظوري ورکړه. ساینوفارم، د چین یوه سرکاري کمپنۍ ده چې دوایانې جوړوي.

یاده دې وي چې د ملګرو ملتونو د صحت عالمي ادارې تر دې دمه د کرونا عالمي وبا د مخنیوي دپاره، د چین دوو وېکسینونو نه علاوه، د اسټرازېنیکا، ماډرنا، جانسن اېنډ جانسن، او فایزر-بایوټېک وېکسېنونو ته د بېړني استعمال منظوري ورکړې ده.

ساینوواک په پاکستان کې

پاکستان یو له هغو ملکونو دی چې د صحت عالمي ادارې د منظورۍ نه وړاندې، د چین نه یې په میلینونه کرونا وېکسینونه اخیستي دي. په دې وروستیو هفتو کې په دوه جوپو کې د ساینوواک وېکسین درې میلینه ډوزه/خوراکونه د بیجینګ نه اسلام آباد ته ورسول شول.

پاکستان د کرونا وبا د مخنیوي دپاره تر اوسه قریب دیارلس (۱۳) میلینه خوراکه/ډوزه مختلف وېکسینونه اخیستي چې په هغو کې د درېیو چینایي کمپنیو – ساینوفارم، کن ساینو، او ساینوواک – وېکسینونه، د روس سپوتنیک وېکسین، او د آکسفورډ یونیورسېټۍ لخوا جوړ شوی اسټرازېنیکا وېکسین شامل دي.

په راولپنډۍ کې یوه صحي کارکنه خلکو ته د کرونا مرض په ضد، ساینوواک وېکسین لګوي
په راولپنډۍ کې یوه صحي کارکنه خلکو ته د کرونا مرض په ضد، ساینوواک وېکسین لګوي

د دې نه علاوه، پاکستان به د کوواکس COVAX پروګرام د لارې هم قریب دوه نیم میلینه خوراکه کروناوېکسینونه ترلاسه کړي.

پاکستان په داسې حال کې د چین نه د کرونا مرض درې قسمه وېکسینونه اخیستي دي چې ځینو ملکونو ته د سفر دپاره د دې وېکسینونو اخیستونکو ته ستونزې پیدا شوي دي.

سعودي عرب چې ډېر شمېر پاکستانيان هلته مزدورۍ دپاره ځي، او د حج او عمرې دپاره هم زرګونه کسان له پاکستانه ور روان دي، پخپل ملک (سعودي عرب) کې یې د چین وېکسینونه ندي منظور کړي، یعنې هغه کسان چې ورته د چین وېکسینونه لګول کیږي، هغوی سعودي عرب ته د تګ اجازت نشي ترلاسه کولی، مګر که مسافرو د سعودي منظور شوي وېکسینونه – لکه فایزر، ماډرنا، اسټرازینیکا – یې لګولي وي، نو سعودي عرب ته د تګ اجازت لري خو هلته د رسېدو نه پس به صرف درې ورځې قرنطین کې پاته کیږي.

د پاکستان حکومت په دې برخه کې څو وخته مخکې ویلي و چې د سعودي عرب له چارواکو سره یې رابطه نیولې او ورنه یې دا خواست کړی چې د منظور شویو وېکسینونو پخپل لېست کې دې د چین وېکسینونه هم شامل کړي، ځکه پاکستان خپلو شهریانو ته د چین وېکسینونه هم لګوي، او که هغوی سعودي عرب ته ځي، نو نشي تللی.

که څه هم اوس د صحت عالمي ادارې د چین ساینوواک او ساینوفارم وېکسینونو ته د بېړني استعمال منظوري ورکړې ده، مګر تر اوسه سعودي عرب دا وېکسینونه پخپل منظور شوي لېست کې ندي شامل کړي او سعودي عرب ته د پاکستاني مسافرو د تګ ستونزه پرخپل ځای پاته ده.