شاته

د پېښور یونېورسټۍ استاذانو او نورې عملې د حکومت په ضد د کاربندیز اعلان کړی

د پېښور پوهنتون پروفیسرانو او نورې مرستیالې عملې د حکومت په ضد د احتجاج په شپږمه ورځ د مکمل کاربندیز اعلان کړی دی او د یونیورسټۍ استاذان وايي انلاین کلاسونه او زدکړې به نه ورکوي.

د انجنیرنګ پوهنتون په چوک کې په سلګونو د پوهنتون ملازمین پرلتونه وهلي احتجاجي کیمپ کې ناست دي غوښتنه کوي چې حکومت دې د دوی په معاشونو کې د کمي فیصله بېرته واخلي.

د پیښور پوهنتون د استاذانو د اتحادیې پیوټا عمومي سکتر پروفیسر ډاکټر ذاکر الله جان وایس آف امریکا ډیوه ته ددغه احتجاجي غونډې په وخت وویل د کار بندیز فېصله یې د مجبورۍ له امله کړې ده ځکه چې تر دې وخته پورې ورسره حکومت د ستونزو د هواري لپاره هیڅ قسمه رابطه نه ده کړې.

ذاکرالله جان وویل "زمونږ چې کوم آن لاین درسونه دي یا د انټرنیټ په ذریعه کوم تعلیمي فعالیتونه دي. مونږ به هغې کې هیڅ قسمه برخه نه اخلو. د پروفیسرانو چې کوم آن لاین غونډې وي. هغې کې به ګډون نه کوي."

ډاکټر جان زیاته کړه تېره ورځ یې سوله ایز لاریون ویستی و چې صوبایي اسمبلۍ کې واکداران د خپلو ستونزو نه خبر کړي خو پولیسو په پې کوتکې اوورول چې له امله یې د دیرشو نه زیات ملګري ژوبل شول.

ذاکرالله جان وویل د دوی ۲۱ ملګري پولیسونیولي وو خو بیګا ناوخته راپریښودل شول او نن هغوي عدالتونو ته ضمانت ترلاسه کولو لپاره تللي دي.

د یونیورسټۍ د استاذانو د اتحاديي چارواکي وویل احتجاجي پرلت او کاربندیز به یې تر هاغې پورې جاري وي ترڅو چې حکومت یې د ستونزو د هواري او دوی سره د خبرو اترو لپاره یوه بااختیاره کمیټه نه وي جوړه کړې.

هغه وویل د احتجاج په مهال به ټول کارکونکي هیڅ قسمه فریضه نه ترسره کوي البته د پوهنتون مالیان به د دې پریکړې نه آزاد وي ځکه چې ګرمي ډیره ده او دوی به بوټو له اوبه ورکوي.

دغه راز د پیوټا مرستیاله صدره پروفیسر فرزانه شاهین وایي زر یا پس به موجوده ستونزې هوارې شي خو د تل پاتې هواري لپاره ضروري ده چې د لوړو زده کړو صوبایي کمیسون جوړ کړی شي.

پروفیسر فرزانه شاهین وویل اتلسم آیني ترمیم نه پس تعلیم صوبو ته حواله کړی شو. نو ټولو صوبو د لوړو زده کړو خپل کمیسونونه جوړ کړل. خو زمونږ صوبې کې تر اوسه پورې صوبایي هایر ایجوکیشن کمیشن نیشته. د یوې خودمختارې ادارې د نیشتوالي له امله مونږ د وزیرانو او نورو ادارو د فیصلو پابند یو.

بل پلو ته حکومت دریځ لري د صوبې پوهنتونونه د بې ځایه برتیانو له امله مالي ستونزو سره مخ شوي دي.

د لوړو زده کړو او اطلاعاتو لپاره د اعلا وزیر مرستیال کامران بنګښ څو ورځې وړاندې ډیوه ته ویلي وو حکومت به پوهنتونونو کې د بې ځایه خرچو مخه نیسي. دغه راز نوموړي د ټولینزو رسنیو په ټویټر دوه ورځې وړاندې لیکلي وو ده د خزانې وزیر تیمور سلیم جهګړا سره یې د پښتونخوا د پوهنتونونو د ستونزو پحقله ملاقات کړی دی. هم نن یې په ټویټر یو ځل بیا اعلان کړی. حکومت پروفیسرانو سره د پوهنتونونو د مالي، انتظامي او تعلیمي معاملو باندې خبرو اترو ته تیار دی.