شاته

د افغانستان دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې مو ۲۵۰ طالبان وژلي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي‌ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې یو شمېر ولایتونو کې ۲۵۰ وسله وال طالبان وژلي دي.

د دفاع وزارت د شنبې په ورځ مۍ اتمه (غوايي ۱۸) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په دغو متقابلوبریدونو او نښتو کې ۱۰۶ نور طالبان ژوبل شوي‌ هم دي.

اعلامیه وايي‌ چې دا طالبان په «ننګرهار، لغمان، غزني، کندهار، ارزګان، هرات، فراه، هلمند» ولایتونو کې وژل شوي او ژوبل شوي‌ دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي‌ چې په وژل شویو کې د وسله والو طالبانو ځینې سیمه ایز قومندانان هم شامل دي. وزارت نه دي‌ ويلي چې د دغو وژل شویو طالبانو مړي‌ چېرې دي.

وزارت همدغه راز وايي‌ چې په بېلابېلو سیمو کې یې ۲۹ ښخ شوي‌ ماینونه هم کشف کړي‌ دي.

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر محمد یاسین ضیاء په کابل کې په یو خبري‌ کنفرانس کې وویل چې په «تېرو څو ورځو کې ۱۰۰۰ طالبان وژل شوي او ژوبل شوي» دي.

دا یوه لویه شمېره چې افغان چارواکي ادعا کوي په څو ورځو کې یې دومره طالبان یې وژلي.

ښاغلي ضیاء په دې اړه نور دقیق معلومات ورنکړل او نه یې وویل چې په دغو بریدونو کې څومره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي او ژوبل شوي دي.

وسله والو طالبانو د افغانستان د دفاع وزارت د چارواکو د دغو څرګندونو په اړه لا څه نه دي‌ ویلي دي.

طالبانو په دې وروستیو ورځو کې په یو شمېر ولایتونو کې بریدونه کړي او افغان ځواکونو ته یې د تلفاتو اوښتو ادعا هم کړې ده.

د افغانستان د ملي‌ امنیت د شورا مشاور حمد الله محب وايي چې طالبانو لوی پلان لره چې په اوو ولایتونو کې ځينې سیمې سقوط کړي‌ چې په خبره یې ناکام شول.

په افغانستان کې دا جګړط پداسې وخت کې کیږي چې د اروپايي‌ ټولنې، ناټو او امریکا په یوې ګډې اعلامیې کې په افغانستان کې د جګړې بندولو او د خبرو له لارې د جوړجاړي غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دي که «طالبان سوله نه غوره کوي،» هغوی به د جمهوریت غوښتونکو افغانانو تر څنګ درېږي.