شاته

عمران خان د اړیکو د لا ښه کولو په نیت سعودي عربستان ته ولاړ

د پاکستان صدراعظم عمران خان د دریو ورځو لپاره سعودي عربستان ته تللی دی. د هغه سفر تېره ورځ پيل شو.

پاکستاني چارواکي ‌وايي د سعودي ولیعهد شهزاد محمد بن سلمان ښاغلي خان ته بلنه ورکړې وه. د سفر هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کول او قوي کول ښودل شوي‌ دي.

سعودي‌ عربستان ته له رسېدو وروسته عمران خان د سعودي‌ له لوړ پوړیو چارواکو سره خبرې کړې دي. په دغو خبرو کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جاوید قمر باجوه هم وو. ښاغلی باجوه په دفاعي دوه اړخیزو اړیکو باندې د خبرو لپاره څو ورځې مخکې سعودي عربستان ته تللی و.

د صدراعظم د دفتر مطبوعاتي څانګه وايي‌ چې عمران خان او شهزاده بن سلمان د اقتصاد،‌ تجارت، انرژۍ او مطبوعاتو په برخو کې د همکارۍ او پانګونې هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړل.

همدغه راز د اقلیم د بدلون او د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخو کې یې هم د همکارۍ تړونونه وکړل.

د منځني ختیځ‌ لپاره د عمران خان ځانګړي استازي طاهر محمود اشرفي خبریالانو ته وویل چې دواړه غاړې به د فلسطین په مسئلې، د کشمیر په اړه له هند سره د پاکستان په شخړې او اسلام څخه د کرکې په مسایلو هم خبرې وکړې.

پاکستان له سعودي‌ عربستان سره د کال شاوخوا څلور میلیارد ډالر دوه اړخیز تجارت لري او دا مهال په سعودي عربستان کې څه باندې دوه میلیون پاکستاني کارګر دي‌ چې د کال شپږ میلیارد ډالر خپل هېواد ته استوي.

پاکستان له سعودي‌ عربستان سره نژدې دفاعي اړیکې پاللې دي او شاوخوا ۲۰۰۰ سرتېري یې هلته استولي دي چې د امنیت او روزنې ماموریتونه وکړي.

د پاکستان یو متقاعد جنرال راحل شریف دا مهال په سعودي عربستان کې د سعودي له لوري‌ د ۴۱ هېوادونو څخه د جوړ شوي‌ «اسلامي پوځي ایتلاف» مشر دی چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

سعودي‌ عربستان په ۲۰۱۸ پاکستان ته درې میلیارد ډالر پور او ۳.۲ میلیارد د نفتو د اسانتیا کریډټ ورکړ چې زیانمن شوی اقتصاد یې وژغورل شي.