شاته

اروپايي ټولنه او امریکا طالبانو ته: بریدونه بند کړئ 

د اروپايي ټولنې، ناټو، جرمني،‌ فرانسې، ایټالیا، ناروې، برتانیا او متحدو ایالتونو ځانکړو استازو په یوې ګډې اعلامیې کې له طالبانو غوښتي‌ دي چې خپل نااعلان شوي‌ پسرلني‌ بریدونه ودروي.

دا اعلامیه نن جمعه مۍ اوه (غوايي ۱۷) خپره شوې.‌ په اعلامیې کې د ولسي خلکو وژل غندل شوي او استازو د مدني ټولنو، خبریالانو، بشر د حقونو او نورو اغیزناکو افرادو د وژلو د بندولو غوښتنه هم کړې ده.

په اعلامیې کې د جګړې له ښکیلو غاړو غوښتل شوي چې د تشدد د کمولو او یو سیاسي ‌جوړ جاړي ‌ته د رسېدو لپاره جدي‌ اقدامات وکړي.

دغو استازو همدغه راز ویلي چې د افغان امنیتي او دفاعي‌ځواکونو سره به دوامداره مرستې کوي‌ چې د کورنیو او بهرنیو ګواښونو مقابله وکړي.

دوی د افغانستان د سولې په بهیر کې د ملګرو ملتونو په پراخ رول ټېنګار کړی او ویلي‌ ‌چې د سولې په هر ډول تړون کې باید د ټولو افغانانو او په خاص ډول د ښځو او اقلیتونو حقوق خوندي ‌وي.

امریکا، ناټو او اروپايي ټولنه داسې مهال په افغانستان کې د جګړې د بندولو غږ کوي‌ چې د مې په لومړۍ نېټه د امریکا او ناټو د ځواکونو د وتلو بهیر پيل شوی دی چې په سپتمبر کې به بشپړیږي.

په اعلامیې کې همدغه راز «په سنجیده، مسولانه او مصون» ډول له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو ننګه شوې ده.