شاته

د چین لالهانده توغندي نړۍ اندېښمنه کړې

ټاکل شوې د چین یو توغندی چې ۲۱ ټنه وزن لري ژر د ځمکې اتموسفیر ته واستول شي چې نړۍ یې اندېښمنه کړې.

دا راکټ چې (The Long March 5B) نومیږي، ۳۰ متره اوږد دی او پنځه متره سور لري. دې راکټ د اپریل د میاشتې په ۲۹ د چین د راتلونکې دایمي هوایي تمځای یوه برخه فضا ته ولیږدوله.

د متحده ایالاتو پوځ ویلي چې د امریکا فضایي قومانداني په غیرې ارادي توګه د دې راکټ بېرته راتګ څاري.

دې قوماندانۍ ویلي چې د ځمکې اتموسفیر ته د دې راکټ تر داخلېدو څو ساعته وروسته د هغه موقعیت نشي څرګندیدلی، خو دې ادارې ویلي چې ښایي د همدې روانې میاشتې په اتمه نېټه وشي.

کارپوهانو ویلي چې د ځمکې اتموسفیر ته په ننوتلو ښایي دا توغندي ټوټې ټوټې شي او ښایي ځینې ټوټېیې د ځمکې په وچې برخې را ولویږي.

تیر کال هم د چین د یو توغندي عینې ټوټې د عاج په ساحل کې ولویدې او څو ودانیو ته یې زیان ورساوه.

خو د چین چارواکو ویلي چې د ځمکې اتموسفیر ته په ننوتو به د توغندي ټوټې وسوځوي او ډېر احتمال شته چې د هیڅ زیان سبب به نشي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، وانګ وینبین نن د مې په ۷مه (غوایي۱۷) ویلي چې د توغندي ځینې خطرناکې ټوټې اتموسفیر ته داخلیږي، هلته ایرې کیږي او ډیر احتمال شته چې په سمندر کې به ولویږي ځکه چې د ځمکې ۷۰ په سلو کې برخه اوبو نیولې.