شاته

افغانستان څخه دنړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته په پاکستان څه نړیوال فشارونه راتلی شي ؟

د روانې مياشتې په ۲۸مه د امريکا صدر جوبايډن د کانګرس شريکې غونډې ته د وینا په اړه په پاکستان کې څېړونکي هيله لري چې نوموړی به د افغانستان نه دبهرني ځواکونو په پرامنه توګه د وتلو، هلته ديو باثباته حکومت په جوړښت او ددې منطقې په اړه خبرې کوي.

څېړونکي وایي په منطقه کې خلک د امريکايي صدر نه د تلپاتې امن د پاره په نړيواله کچه دګامونو پورته کولو هېله لري او د افغانستان نه د امريکې د وتلو وروسته که چېرې په دغه هېواد کې بدامني سېوا کېږي نو فشار به په پاکستان راځي چې دغلته د امن ټینګښت دپاره ګامونه واخلي.

څېړونکي دا هم وايي چې امريکا به په سيمه کي د چين د اثر یا نفوذ مخې نيولو د پاره اېشيا پېسېفک ډاکومنټ تګ لاره مخکې بوځي۔

د امريکې صدر جوبائډن چې د شورو په ورځ د کانګرس ګډې غونډې ته په خپله وېنا کوي په پاکستان کې څېړونکو هيله څرګنده کړې چې نوموړی به د افغانستان، پاکستان او د دې سيمي په اړه خپله پاليسي وړاندې کړي،

دا په داسې حال کې ده چې د جوبايډن انتظاميې د افغانستان نه دخپلو ځواکونو وېستلو اعلان کړی او له دې وړاندې يې دپخواني صدر ډانلډ د واکمنۍ په موده کې طالبانو سره شوي دسولې تړون ته دبیا کتنې وینا هم کړې وه.

د پېښور پوهنتنون د سولې او شخړو د مطالعاتو د څانګې پروفېسر ډاکټر جمیل احمد چترالي​ وي او ای ډيوه ته وويل چې صدر جوبايډن به ضرور دافغانستان په اړه په خپله تګلاره خبرې کوي خو د سيمي خلک غواړي چې جوبايډن په دې منطقه کې تلپاتې امن راوستل هم په خپلو ترجيحاتو کې وساتي۔

" هغه به په باثباته افغانستان،په پرامنه توګه دامريکايي ځواکونو په وتلو اؤ په دې خبره کوي چې راتلونکي کې افغانستان کې کوم حکومت جوړیږي هغه به دنړۍ دپاره دګواښونو سوب نه جوړیږي"

خو دپروفیسر چترالي په وینا "کومه تمه چې په دې سمه کې خلک لري هغه دا ده چې يوازې دنړۍ امن د جوبايډن په ترجيحاتو کې نه دی پکار بلکې د افغانستان او پاکستان د پښتون قوم دپاره امن هم د نړۍ ترجيح پکار ده"

نوموړي زياته کړه د امريکې لخوا پاکستان سره پوځي يا عسکري مرستې احتمال نه لري البته د تېرو وختونو په څېر جوبایډن دپاکستان سره د تعليم، صحت او د ترقۍ ترڅنګ د کشمير د شخړې په معامله کې مرسته کولی شي۔

" دکشمير په اړه يو امکان شته چې جوبايډن يو مثبت کردار ادا کړي او دې سره سره پاکستان هم يوه کلکه غوښتنه لري چې دپاکستان مسلې حل کولو سره د کشمير مسله هم حل کول دي ځکه چې دا به په پاکستان کې په مستقله توګه د ترهګرۍ او جهادي تنظيمونو ختمولو يوه لاره جوړه شي"

څېړونکي دا هم وايي چي د روان کال تر ستمبره افغانستان څخه دامريکایي پوځونو له وتلو وروسته به هم امريکا په دغه هېواد کې تیکنیکي او سټرېټيجیکي هلې ځلې دوامداره ساتي.

د پېښور پوهنتون دنړیوالو اړېکو دڅانګې اسسټنټ پروفيسر خورشيد خان وي او ای ډیوه ته وويل که چرې بهرني ځواکونه د افغانستان نه په داسې حل کې وويستل شي چې د افغان حکومت، طالبانو او نورو ډلو ترمنځه د سولې خبرې پائ ته نه وي رسېدلي نو د امن راوستلو د پاره زور به په پاکستان اچول کېږي.

" که دوئ دغه شان ووتل نو پاکستان باندې به ډېر دباؤ وي، ځکه چې که په افغانستان کې امن خرابیږي نو امريکا به پاکستان ته وايي چې ته به يې هم ذمه وار يې ځکه چې طالبان ستا زېر تسلط پاتې دي او دا اوس هم پاکستان په دې روغه کې وښودله چې دوئ د طالبانو په معامله کې ډېر اثر روسوخ لري"

خورشيد خان وایي که دافغانستان اؤ پاکستان خاوره دترهګرۍ دپاره کارول کېږي او که بل نائن الېون کېږي نو دپاکستان د پاره به دا واقعي خطرناک حالات وي.

نوموړي زياته کړه د افغانستان نه د وتلو وروسته به امريکا په دې سیمه کې د چين د اثر روسوخ مخې نېولو د پاره دپخواني صدر باراک اوبامه په وخت کې وضع کړل شوې ايشيا پېسېفک ډکومنټ تګ لاره مخکې بوځي۔

" نو په هغې کې خو امريکا هندوستان پورې ملکونه شامل کړي دي خو پاکستان يې ترې ويستلی دی، نو که اوس داسې کېږي نو د دې مطلب دا نه دی چې امريکا ددې منطقې نه ووتله، ځکه چې نان سټېټ اېکټر يا ترهګرې ډلې د امريکې دپاره لويه خطره ده"

هغه زیاتوي نور هم داسې طاقتور ملکونه دي چې هغوئ دا غواړي چې امريکې دهغې له وتلو وروسته دلته حالات خراب کړي.

هغه وایي"نو دغسې حالاتو کې به په ایران،پاکستان او نورو داسې ملکونو ډېر فشار وي چې که چېرې داسې خلک لکه د طالبانو په شکل کې يا نور په افغانستان کې مونږ ته راوچتېږي او حالات خرابوي نو د هغې ذمه وار به پاکستان او نور ملکونه وي"

امريکايي چارواکي وايي د افغانستان نه يې ځواکونه وېستل پېل کړي دي او همدا راز نېټو هم ويلي چي د امريکا سره به سم خپل ځواکونه د افغانستان نه وباسي

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د سیمې د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.