شاته

افغانستان: د داعش د ګرفتاره شویو کسانو د برخلیک په اړه پاکستان سره خبرو کې یو

د افغانستان د استخباراتي ادارې - اېن ډي اېس - چارواکو د څه باندې اوه سوه (۷۰۰) بهرنیانو لېست خپور کړ چې ویل کیږي د نړېوالو تندلارو ډلو وګړي و او په افغانستان کې نیول شوي چې د پاکستان او نورو دیارلسو هېوادونو شهریان دي. د اېن ډي اېس مشر جنرال احمد ضیآ سراج وویل چې افغانستان حاضر دی د دغو بهرنیو جنګیالیو د برخلیک په اړه د هغو له اړوندو ملکونو سره خبرې وکړي او په دې اړه یې له پاکستان او دیارلسو نورو ملکونو سره سلا مشورې هم پیل کړي دي.

جنرال سراج ویلي چې دوی سره دا وخت د داعش ډلې څلور سوه و اته (۴۰۸) کسان بندیان دي چې په دې کې دوه سوه و دوه نیوي (۲۹۲) تنه یې د پاکستان شهریان دي او یو یې د داعش ډلې یو مشر، اسلم فاروقي دی. جنرال ضیا سراج زیاته کړې چې افغانستان به اسلم فاروقي پاکستان ته ونه سپاري.

د اېن ډي اېس مشر ویلي: که چېرته پاکستان د طالبانو ځیني مشران مونږ ته راوسپاري، نو بیا به مونږ پاکستان ته د اسلم فاروقي په سپارلو فکر وکړو. مګر د زیاتو کوششونو باوجود، په دې برخه کې مونږ کوم توافق ته نه یو رسېدلي. د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي او نه یې د اېن ډي اېس د مشر وروستیو خبرو ته کوم غبرګون ښودلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دپاره د پاکستان خاص استازي محمد صادق خان په مشرۍ یو پاکستانی هیئت دا هفته کابل ته تللی و او هلته یې له افغان چارواکو سره د خبرو وروسته، د نهې/سې شنبې په ورځ پاکستان ته ستون شو.

د اېن ډي اېس په وینا، د داعش په ۴۰۸ ګرفتاره شویو کسانو کې ۲۹۹ د پاکستان، ۳۷ د ازبکستان، ۱۳ د تاجکستان، ۱۲ د قرغزستان، ۵ د روس، ۱۶ د چین، ۵ د اردن، ۴ د ایران، ۳ د ترکي، ۵ د انډونېشیا، یو د الجزایر، ۲ د بنګله دېش، ۴ د هند، او ۲ یې د مالډيو شهریت لري.

اېن ډي اېس همدا راز ویلي چې د دې نه علاوه، همدا اوس درې سوه و نهه (۳۰۹) تنه نور بهرنیان هم د افغانستان په جېلونو کې دي چې یا خو د القاعده او یا د نورو عالمي ترهګرو ډلو غړي دي.