شاته

کانګرس ته د صدر بایډن کېدونکې وینا په اړه د پاکستاني څېړونکو نظر

د روانې مياشتې په ۲۸مه د امريکا صدر جوبايډن د کانګرس شريکې غونډې ته د وېنا په اړه په پاکستان کې څېړونکي هيله لري چې نوموړی به د افغانستان نه بهرني ځواکونو په پرامنه طريقه وتلو، هلته يو مستحکم حکومت جوړېدو او د دې منطقې په اړه خبرې هم وکړي.

دوی وايي په منطقه کې خلک د امريکايي صدر نه د تل پاتې امن د پاره په نړيواله کچه ګامونو پورته کولو طمع لري او د افغانستان نه د امريکې وتلو وروسته که چېرې په دغه هېواد کې بدامني سېوا کېږي نو زور به په پاکستان راځي چې دغلته د امن وضع ښه کولو د پاره ګامونه واخلي.

څېړونکي دا هم وايي چې امريکا به په سيمه کي د چين د اثر رسوخ مخې نيولو د پاره اېشيا پېسېفک ډکومنټ تګ لاره مخکې بوځي.

د امريکې صدر جوبایډن چې د شورو په ورځ د کانګرس ګډې غونډې ته به خپله وېنا کوي په پاکستان کې څېړونکو هيله څرګنده کړې چې نوموړی به د افغانستان، پاکستان او د دې سيمي په اړه خپله پاليسي وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې چې د جو بايډن انتظاميې د افغانستان نه د ځواکونو وېستلو اعلان کړی او له دې وړاندې يې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ ته د افغان طالبانو سره شوې لاس ليک ته د بيا کتنې هم ويلي ؤ.

د پېښور پوهنتون د انسټيټيوټ آف پيس اېڼد کنفلکټ سټډيز څانګې مدرس پروفېسر جميل چترالي وي او ای ډيوه ته وويل چې صدر جوبايډن به ضرور د افغانستان په اړه په خپلې پالسيۍ خبرې کوي خو د سيمي خلک غواړي چې جوبايډن په دې منطقه کې مستقل امن راوستل هم په خپلو ترجيحاتو کې وساتي.

چترالي زیاته کړه: " هغه به د مستحکم افغانستان، په پرامنه طريقې سره امريکايي ځواکونو وتلو او د مستقبل د پاره د ذمه ورانو چې په افغانستان کې کوم حکومت جوړېږي هغه به د دنيا د پاره د خطر باعث نه وي، خو کومه طمع چې په دې خطه کې خلک لري هغه دا ده چې يوازې د نړې امن دې د جوبايډن په ترجيحاتو کې نه دې پکار بلکې د افغانستان او پاکستان د پښتون قوم د پاره امن هم د نړۍ ترجيح پکار ده"

نوموړي زياته کړه د امريکې لخوا د پاکستان سره پوځي يا عسکري امداد کېدل امکان نه لري، البته د تېر وختونو په څېر جوبایډن د پاکستان سره د تعليم، صحت او د ترقۍ ترڅنګ د کشمير د شخړې په معامله کې مرسته کولې شي۔

" کشمير حوالې سره يو امکان شته چې جو بايډن يو مثبت کردار اده کړي او دې سره سره پاکستان هم يوه کلکه غوښتنه لري چې د پاکستان مسلې حل کولو سره د کشمير مسله هم حل کول دي ځکه چې دا به په پاکستان کې په مستقل توګه د ترهګرۍ او جهادي تنظيمونو ختمولو يوه لاره جوړه شي".

څېړونکي دا هم وايي چي د روان کال په ستمبر کې د امريکې پوځونو وتلو وروسته به هم امريکا په دغه هېواد کې تينکيني او سټرېټيجيکي هلې ځلې دوام دارې ساتي۔

د پېښور پوهنتون د نړي والو زده کړو د څانګې اسسټنټ پروفيسر خورشيد خان وي او ای ډويه ته وويل که چرې باهرني ځواکونه د افغانستان نه په داسې حل کې وويستلې شول چې د افغان حکومت، طالبانو او نورو ډلو ترمنځه د سولې خبرې پاۍ ته نه وي رسېدلې نو د امن روستلو د پاره زور به په پاکستان اچول کېږي۔

" که دوی دغه شان ووتلل نو پاکستان باندې به ډېر دباؤ وي، ځکه چې که په افغانستان کې امن خرابېګي نو امريکا به پاکستان وايي چې ته به يې هم زمه وار يې ځکه چې طالبان ستا زېر تسلط پاتې دي او دا اوس هم پاکستان په دې روغه کې وښودله چې دوئ د طالبانو په معامله کې ډېر اثر رسوخ لري نوکه د دواړو ملکونو خوره د ترهګرۍ د پاره کارول کېږي او که بل نائن الېون کېږي لکه څنګه چې هغوئ وايي نو د پاکستان د پاره به دا واقعي خطرناک حالات وي".

نوموړي زياته کړه د افغانستان نه د وتو وروسته به امريکا په دې حطه کې د چين د اثر رسوخ مخې نېولو د پاره به د پخواني صدر بارک بامه په وخت کې وضع کړل شوې ايشيا پېسېفک ډکومنټ تګ لاره مخکې بوځي۔

" نو په هغې کې خو امريکا هندوستان پورې ملکونه شامل کړي دي خو پاکستان يې ترې ويستلې دې، نو که اوس داسې کېږي نو د دې مطلب دا نه دې امريکا د دې منطقې نه ووتلله، ځکه چې نان سټېټ اېکټر يا ترهګرې ډلې د امريکې د پاره لويا خطره ده، او نور داسې طاقتور ملکونه دي چې هغوئ دا غواړي چې امريکې ته دلته حالات خراب کړي د هغې د وتلو نه وروسته، نو زما خيال دا دې چې بيا به په اېران او پاکستان او نورو داسې ملکونو باندې ډېر دباؤ وي چې که چېرې داسې خلک لکه د طالبانو په شکل کې يا نور په افغانستان کې مونږه ته روچتېږي او حالات خرابوي نو د هغې زمه وار به پاکستان او نور ملکونه وي"

امريکايي چارواکي وايي د افغانستان نه يې ځواکونه وېستل پېل کړي دي او دغه رنګ نېټو هم ويلي چي د امريکا سره به سم خپل ځواکونه د افغانستان نه وباسي ​

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د سیمې د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.